The news is by your side.

کابل کې د روژې تر پایه کرنتین وغځېد

خبریال وېب پاڼه/د ولسمشر دویم مرستیال او د اضطراري کمېټې مشر په خپله وروستۍ غونډه کې د روژې تر پایه کابل ښار کې ګرځبندیز اعلان کړ.

اضطراري کمېټې او د کابل والي پرون د یوې غونډې په ترڅ کې کابل ښار کې د کرنتین موده د روژې تر پایه وغځوله او له ښاریانو سره یې د برېښنا او اوبو د بېلو په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه. دوی ویلي چې ښایي روژه میاشت کې ټولو ښاریانو ته برېښنا او اوبه وړیا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنا پر وړاندې د اعلان شوي ګرځبندیز له امله سلګونه کورنۍ د فقر او بېوزلۍ په ټغر ناستې دي او د سهار او بېګا ډوډۍ نه لري. که څه هم تېره ورځ ارګ وویل چې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې به له بېوزلو سره د مرستو په دوام له نانواییو څخه ډوډۍ وویشي او دا لړۍ به همداسې روانه وي.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د دفتر مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې په کابل ښار کې به ګرځبندیز نور هم سخت شي ځکه په وینا یې کابل کې د کرونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي او له دغې بحراني حالت څخه د وتلو یوازینۍ لاره په کور تم کېدل دي.

په دغه لیدنه کې د کابل د والي لخوا د برېښنا او اوبو د لګښتونو اندېښنې هم شریکې شوې دي او د کمېټې غړو منلې ده چې په دې برخه کې به له ولس سره لازمې مرستې کوي تر څو وکولی شي د روژې میاشت کې یې د اوبو او برېښنا لګښوتونه معاف شي. دا چې دا پرېکړه به عملي شي کنه، له وخت وړاندې خبره ده، خو په تېر کې د برېښنا شرکت له سختو اقتصادي ننګونو خبر ورکړی دی چې په دې وروستیو کې له ازبکستان څخه هم د برېښنا پرې کولو ګواښ شوی ؤ.

په ورته وخت کې د کابل ښاروال داود سلطان زوی له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې په کابل کې د څلور نیم کېلو غنمو د وېشلو عاملین باید ونیول شي ځکه په وینا یې حکومت هېڅکله د دغه مقدار غنمو د وېښ پلان نه درلود.

تر دې د مخه د ستراتیژیکو اړیکو رییس وحید عمر په یوه بیان کې ویلي وو چې په آزمایشتي توګه یې ۴ نیمې کیلو غنم پر بېوزلو وېشلي دي. نوموړي که څه هم وروسته بېرته خپله دغه څرګندونه واخیسته او دا یې یوه شخصي انګېرنه بللې وه خو په ټولنیزو رسنیو کې رباندې زیاتې تبصرې وشوې او لا هم دغه ناندرۍ روانې دي.

حکومت هم د دغې موضوع د څرنګوالي په هکله بشپړ وضاحت وړاندې کړی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.