The news is by your side.

پکتیا: پولیسو هغه وسله وال نیولي چې وړمه ورځ یې پر پوستې برید کړی و

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا پولیسو هغه وسله وال کسان نیولي چې وړمه ورځ یې د روژه ماتي پر مهال په ګردېز ښار کې څلور پولیس شهیدان کړي وو.

د پکتیا امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، په ګردېز ښار او ځینو ولسوالیو کې یې هم نظامي عملیات تر سره کړي چې په کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یو زیات شمېر سپکې او درنې وسلې یې هم تر لاسه کړې دي.

که څه هم په دې وروستیو کې په ګردېز ښار کې د ترور پېښې زیاتې شوي، چې د ښار په داخل کې ځینې دولتي کسان د وسله والو کسانو له خوا په نښه او ترور شول.

د پکتیا امنیه قومندان سلطان داوود سلطان وایي، په ګردېز ښار کې یې د هغه وسله وال طالبان نیولي چې وړمه ورځ یې د ګردېز ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د روژه ماتي پر مهال څلور پولیس شهیدان کړي وو.

د امنیتي مسؤولینو په خبره چې له تېرې څه مودې راهیسې د مرکز ګردېز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې ځواکونو پر وسله والو طالبانو عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې ګڼ وسله وال وژل شوي او او ژوبل شوي دي.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو پر اساس پکتیا کې د هوا په ګرمېدو سره په دې ولایت کې د وسله والو جګړه زور اخلي چې په خبره یې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه یو زیات شمېر وسله وال را اوښتي چې هم مهاله په پکتیا کې ورسره جګړو زور اخیستی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.