د بالیووډ سینما بل ستوری ریشي کپور هم ومړ
خبریال وېب پاڼه/د هندي سینما وتلی ستوری او عمر خوړلی اداکار ریشي کپور هم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
نن او پرون ورځ د هندي بالیووډ سینما د دوو نوم وتو ستورو د مړینې له امله ډېرې بدې ورځې ګڼل کېږي. پرون حماسوي مسلمان اداکار عرفان خان د سرطان له امله خپل ابدي ژوند ته لبیک ووایه او نن د دغې سینما یو بل پخوانی ستوری ریشي کپور هم ومړ.
ریشي کپور په ۱۹۵۲ کال په سپټمبر میاشت کې، د ممبیي په یوه پنجابي کورنۍ کې زږېدلی ؤ او په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې هنري نړۍ کې فعالیت وغوړېد او له امیتاب بچن وروسته د هالیووډ سینما د هغه وخت دویم مشهور اداکار وپېژندل شو. نوموړي په ګڼو فلمونو کې کار کړی او ډېر اغېزمن هم ثابت شوی دی.
ځوان او تکړه اداکار رنګبیر کپور او ریدما کپور یې یوازینی زوی او لور دي او مېرمن یې نیتو سېنګ نومېږي چې په ۱۹۸۰ ز کال کې یې واده ورسره وکړ او تر اوسه پورې یې ګډ ژوند درلود.
نوموړی داسې مهال مري چې تېره ورځ د بالیووډ سینما له کورنۍ یو بل فلمي لوبغاړي عرفان خان هم د ژوند پړی پرې کړ.
د هندي سینما دغه وتلی ستوری چې له تېرو کابو دریو لسیزو را هیسې یې په بالیووډ کې د اداکارۍ رول ترسره کاوه، پرون د روانې اپریل میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ۵۳ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
نوموړي له ۱۹۸۸ ز کال را په دېخوا په هالیووډ سینما کې فعالیت پیل او لومړنی فلم چې عرفان خان په کې را څرګند شو، (سلام بمبیي) ؤ چې په ۱۹۸۸ ز کال کې د سینما په پرده را ښکاره شو. له هغه را وروسته یې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار وکړ او د نړۍ په کچه یې ځانته زیات مینوال وموندل.
د عرفان خان غوره فلمونه ممبیي، مقبول، پان سېنګ تومار، هیدر، دي لنچ باکس، پیکو، تالور او هندي مېډم تر نورو غوره فلمونه بلل کېږي.
ریشي کپور هم د عرفان خان په څېر په سرطان ناروغۍ اخته ؤ او دوه کاله وړاندې یې د درملنې لپاره امریکا ته تللی ؤ او تر ۱۱ میاشتو داوۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی ؤ.
نوموړي په لسګونو فلمونو کې کار کړی دی، چې له ډلې یې فنا، بانجاران، لوی دروغجن، نصیب، تر څو چې ژوندی یم، د مینې ناروغي، خودخواه، یوه ککړه پاڼه، لیلی او مجنون، قرض، جسد او ګڼ شمېر نور فلمونه شامل دي چې ریشي کپور په کې ښه ځلېدلی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.