The news is by your side.

پر عامو خلکو بند خو ط/الب ملیشو په پراخه کچه کوکنار کرلي

خبريال ويبپاڼه/ سږ کال يو ځل بیا د افغانستان په ځینو ولايتونو کې د ط/الب ملیشو له لوري په پراخه پیمانه کوکنار کرل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتي مخکې د ط/الب ملیشو د مشر ملا هبیت الله په نامه په یوه فرمان صادر شو چې په کې د کوکنارو پرکښت سخت بندیز لګول شوی وو په ياد فرمان کې ویل شوي وو چې د کوکنارو کښت، پلور پير په جدی ډول بند دی په فرمان کې راغلي وو چې که څوک د کوکنارو پر کښت ونیول شو سزا به ورکول کيږي .

د ياد فرمان له صادريدو وروسته په هلمند ، روزګان او د هيواد په يو شمیر نورو سمیو کې چې د عامو خلکو له خوا کوکنار کرل شوي وو د ط/الب ملیشو له لوري له منځته يوړل شول او کروندګرو ته يې د بند سزا هم ورکړل شوي ده.

که څه هم په عامو خلکو د کوکنارو کرل بند شوي خو سږ کال يو ځل بیا د ط/الب ملشو له لوري د افغانستان په بیلابیلو سيمو کې کوکنار په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي .

تیره ورځ د ط/الب ملیشو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په يوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل دا لومړي خل دی چې په ټول هیواد کې د کوکنارو کر کیله صفر ته راښکته شوي .
د متقي په خبره د ط/الب ملیشو د امیرالمومنین د فرمان له صادریدو وروسته په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شوی دی.
امیر خان متقی زیاتوي دا لومړی ځل دی چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر کچې ته را ټیتيږي.

خو پل بيا د داسې راپورونه ورکولو شوي دي اوس هم د هیواد په بيلا بیلو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.
هلمند اوسيدونکو خبريال ويبپاڼې ته وويل چې اوس هم ددې ولایت په ځینو سمیو کې د ط/لب ملیشو له لوړې په پراخه پیمانه کوکنار کرل شوي.

ذبیح خالد وايې چې په ګرچک ، نادعلي ولسوالیو کې ددې ولایت د والي له لوري دیر کوکنار کرل شوي دي .

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکي چې ط/البان واک ته ورسيږي په ټول افغانستان کې د ط/الب ملیشو له لوري کوکنار کرل کیدل او ددې ډلي تر ټوله لویه مالي سرچینه د کوکنار کښت او د هغوی خرڅلاوو نه یوازي دا چې ط/الب ملیشو کوکنار کړل بلکي له کروندګرو څخه يې هم د عشر او زکات په نامه زياتي پیسې تر لاسه کولي.

 

Comments are closed.