The news is by your side.

سینوهه څومره رښتیا دی؟

خبريال ویب پاڼه/ د سینوهه کتاب چې مخینه يې څه باندي ۵۵۰۰ سوه کاله ته رسيږي.
د یاد کتاب پر پښتۍ لیکل شوي: تاريخ، سياست، دینپوهنه ، فلسفه او ارواپوهنه.
په سینوهه نومي کتاب کې پورتنۍ څلور واړه موضوعات شته بلکي په دومره لويه سویه لیکل پرې شوي چې سړی حیران شي چې دومره لرغوني دوره او د يوه انسان دومره قوي ذهن چې هر څه په خورا ماهیرانه توګه څیړي.

نن مې د يوه فوسټ په لیدو د سینوهه په اړه يو څه لیکلو ته زړه وشوه چې ايا رښتیا هم سینوهه کتاب هغمه د ۵۵۰۰ سوه کاله پخوا کتاب دی که يو لړ لاس وهني پکې شوي دي.

لومړی د کتاب په سوچه توب يو څو خبري لیکم چې په خپله ماته تر اوسه سوال پاتي دی.

د سینوهه په کتاب کې په تاریخي لحاظ يو څه تیروتني شوي یا په وروستیو لیکنو کې هغه تحریف شوی او له ځانه پکې زياته ونې شوي دي.

سینوهه په خپل کتاب کې د اخناتون يادونه کوي د هغه په حکومت او مشرۍ خبري کوي .
د یوسف علیه سلام په سريال کې هم موږ اخناتون وینو د هغه رول او کردار وینو.
یعني د یوسف علیه سلام او اخناتون دوره او وخت يو دی.
په سینوهه کې یوازي د اخناتون يادونه شوي خو د یوسف علیه سلام په اړه هیڅ نه دي ويل شوي يا د سینوهه په کتاب کې لاس وهنه شوي او يا د یوسف علیه سلام د سريال جوړونکي تیروتی دی.
او يا شاید د اخناتون په نامه څو فرعونان هلته تیر شوي دي.

دویم: سینوهه په اوسني لیکدود نه دی لیکل شوی بلکي په لرغوني مصري لیکدود لیکل شوی او ددې کتاب ډیری برخه په انځوريزه بڼه لیکل شوی.

هیڅوک په پوره ډاډ دا نشي ويلای چې اوسنی کتاب دي د سینوهه د اصلي خبري پوره او دقیق برداشت وي.

او بل دا چې سینوهه ۵۵۰۰ سوه کاله پخوا په داسي خبري کوي چې د هغه وخت له انسانانو سره هیڅ سر نه خوري یعني ۵۵۰۰ کاله پخوا انسانانو دومره پوهه او علمیت نه درولود لکه سینوهه چې يې لري.
دا برخه يې ماته بیخي د يوه سوال په ډول پاتي ده چې څنګه دومره پخوا دې يو انسان په سياست ، رواپوهنه ، فلسفه او دین پوهنه داسي په تول تللي منطقي خبري وکړي.

د سینوهه د کتاب عمده موضوعات

لړمړی سياست: په دې کتاب کې سياست په ډیر ښه بڼه انځور شوی د فرعونيانو د حکومت حالت او ډول ته کتنه کوي ، د هغوی د پاچا کیدو، د هغوی د مړينې ، د هغوی د يو پر بل یرغل ، د فرعونیانو درواغ چې خپل ملت ته يې وايې، د فرعونيانو اړيکې له نورو هیوادونو سره، د هغوی او ولس اړیکې څيړې چې ډیر ماهیرانه انداز څیړې .

دوهم فلسفه: سینوهه ډيري ژوري فلسفي خبري کوي.
هغه د فرعونیان په بې ځایه باورونو او عقيدو کلکه نیوکه کوي. هغه په دي نیوکه کوي چې ولي یو عادي انسان تر نور مشرف او عزتمند دی ولي فرعون ته هر څه روا او نورو ته ناروا دي.
سینوهه د فرعونیانو په خدایانو نیوکي کوي او په خپله نه غواړي په هغوی عقیده ولري.

ځکه سینوهه د يو څه په اړه پوښتنه کوي نور ورته وايې دا په مقدس کتاب کې همداسي لیکل شوي نور پکې د څه ویلو اجازه نشته.
چې دا کار دی سخت په سوچونو کې ډوبوي

دریم: سینوهه موږ ته د هغه وخت دين او عقاید راښيی.
او دا هم راته وايې چې هر فرعون خپله ځانته تګلاره او خدای درلود چې د هغه پیروي به يې کوله.
که سینوهه ولولو د هغه وخت په دینونه ښه پوهیدلای شو.

اروا پوهنه: دغه برخه خورا درنه ده: ځکه د سینوهه په ژوند کې هم لوړي او ژورې راغلي.
هغه د انسان هر کار او عمل څيړي په ډيره مقوله بڼه يې څیړې بیا دا وايې چې انسانان ولي داسي کارونه کوي.

مثلا کله چې سینوهه په يوه ښځه عاشق کیږي.

مثلا سینوهه ته ناروغان راځي د هغوی چیغي ، زګیروی او داسې نورو سینوهه په اروا پوهنيز ډول د خلکو عادات او کړنې ډير په دقیق ډول څیړې. او د هرې کرڼي او عمل علت او عوامل په ګوته کوي.

دې ټولو ته چې څوک ژور فکر وکړي حتی سړي ته ځینې سوالونه پیداکيږي.

آپا تاسو دا کتاب لوستی؟ کومي ښيګڼې لري او په کوم خبرو يې نیوکه لرئ؟

Comments are closed.