The news is by your side.

پاکستاني ط/البان د اکبر بکټي په برخلیک اخته شو

خبريال ویبپاڼه/ په دی خبرو خبرو تبصره او بحث ونشو.دې کې خو ډېر معلومات او وړاندویني شته. بل لوی ټکې په کې دا دي چې حالات به کوم لور ته ځي او څه به کېږي.

زما په اند:
اول: ټی ټی پی (مفتي نور ولي) سره به د اکبر بګټي په څیر معامله کېږي. ځکه له نیک محمد او بیا وروسته د ټی ټی پی سره چې کومي معاملي شوې هغه ناکامي شوي او هغه اوس ټی ټی پی ته د منلو وړ هم نه دي.

پرويز مشرف اکبر بګټي سره قام او قبیله کېنوله، بیا ورسره سیاسیون هم ګډ شو. اکبر بګتی ورنه صرف دا وغوښتل چې بلوچ قام ته په خپله خاوره اختیار ورکړئ او د دوی وسایل باید اول دوی ته ورسیږي چې هغه ونشو او بیا په ډېره آسانه توګه لمنځه یوړل شو.

پاکستاني اسخباراتو د سراج/ الدین /حقاني په واسطه د ټی ټی پی ټول لیډر شاپ یا مشران راپیدا کړل او معلوم یې کړل. تازه عکسونه یې هم واخیستل شو. د دوی په بلټنو هم کار روان شو. د دوی استوګنځي به هم ورمعلومی کړي او تر دی چې ټی ټی پی به سافټ ټارګت شي.

دویم: فی الحال دا مذاکرات صرف د سراج الدین حقانی په خوښه کېږي چې د طالبانو وزارت خارجه (امیر خان متقی او عباس ستانکزی) په هیڅ خبر نه دي. د ذبیح الله مجاهد او د عبدالقهار بلخي په دی اړه چپ دي. رسنۍ په چپ دي خو دغه اوله مرکه ده چې یو څه خبرې منځ ته راغلی.

دریم. افغان طالبان د پاکستان په سیاسیون او نورو مشرانو ځان مطرح کول غواړي لکه بونیر صیب چې وپوښتل چې دوی خو ماشومان او ښځي وژلي دي او ستاسو مشره بینظیره بهټو یې هم وژلی نو ځواب یې تاسي واورئ. همدې چتان اول ورته طالبان او ترهګر ویل خو اوس ورته امارت اسلامی وایي.

دریم: شاید دا خبرې نتیجه ورنکړي او هغه ځکه ؛ چې طالبان په یوه خوله نه دي. د ټی ټی پی مشران د امیرالمؤمنین ملا هیبت الله اخند ماتحت نه دي بلکه د مفتي نور ولي ماتحت دي نو دوی هم نه پوهېږي چې ولې په دې خبرو نور افغان طالبان چپ دي.
ولې ملا هیبت الله د دی خبرو په هکله څه نه وای. ولې د طالبانو کابینه په چپ ده؟ ولې بهرنیو چارو وزارت په چپ دی؟ چې دا خبرې په همدې دلالت کوي چې د افغان طالبانو لويه ډله د دې مزاکراتو په حواله هیڅ ډول اعتماد کې نه دي اخیستل شوي او که سبا دا مزاکرات ناکامېږي نو مسولیت یې ټول سراج /الدین حقانی ته مراجع کېږي.

څلورم: مفتي نور ولي او د دوی نور مشران په غیر مستبیمه توګه د استخباراتو تر څار لاندې شو.
پنځم: که دا مزاکرات ناکام شو نو پاکستان به بیا همدا وایې چې افغان طالبانو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړي. چې دا به په رسمي توګه د دواړو لورو په اړیکو هم منفي اغیز وکړي. چې دواړه لوري به همدا وایې چې مونږ د دې خبرو نه خبر نه یو. طالبان به همدا وای چې مونږ ته چا رسمي د دې مزاکراتو په هکله څه نه دي ویلي.

شپږم: سراج/ الدین حقاني او نور طالبانو( ملا یعقوب ، امیر خان متقي او عباس ستانکزي او داسي نور) په منځ کې به دا مزاکرات پراخ اختلافات رامنځته کوي.

د چتان دغه خبره چې قبایل دې بیرته ازادې سیمي وګرځول شي چې دا د طالبانو غوښتنه نه ده بلکه بل چا په تحمیل کړی، اشاره یې همدې افغان طالبانو ته ده چې په مستقبل کې ځان لپاره یو خوندې سیمه ولري او بل د دوی تګ راتګ په ازادانه توګه وي.

بله دا چې ټی ټی پی چرته وسېږي نو زما معلومات دا دي چې د وزیر اکبر خان سیمه کې چې کوم سفارتونه دي هغې کې وسېږي.

لیکوال: انیس

Comments are closed.