The news is by your side.

اسلامي که هیڅلامي امارت؟

خبريال وبیپاڼه/ د ط/الب ملشو کړنو ته چې ګورو د هغوی کړنې په هیڅ ډول له اسلام سره سمون نه خوري بلکې د اسلام د سپڅلي دین پر خلاف دي. ط/الب ملیشو ته هر څه روا خو نورو ته ناروا دي. ط/الب ملیشې خپل پوچ او وچ فکر ته د اسلام نوم ورکوي او په خلکو بیا همدا له ځانه جوړه شوي مفکوره په افغانانو په زوره عملي کوي او ټول خلک ملکف ګڼي چې هغه پر ځان عملي کړي.

د ط/الب ملیشو د مشر ملا هیبت الله هره خبره د اسلام او شریعت خبره بولي د هغه له خبرو څخه انکار کفر ګڼل کيږي .

د ط/الب ملیشو چې هره څه زړه غواړي هغه تر سره کوي خو نور خلک بیا په ډیر معمولي شي تر دار او زندان پورې رسوي. ط/الب ملیشو په افغانانو په تیره بیا په افغان ميرمنو ډول، ډول بندیزونه لګولي دي.

ط/البان په عیایشۍ، لواطت او نورو ناروا کارونه کې تر ستونی غزق دي ، په تیرو نهو میاشتو کې هر ط/الب چارواکي دوهمه او دریمه ښځه د لکونو افغانیو په بدل کې وکړه. ډیری ط/الب خپل سري ځواکونو بیا په ځینو نورو داسې دندو اخته دي چې سړی یې په ویلو شرمیږي.
خو که يوه با عزته افغان میرمن لوڅ مخ راووته يا یې د کار او دندې د غوښتلو غوښتنه وکړه هغه د امریکا او غرب قانون په افغانستان کې غواړي هغه له اسلامه وتلي هغه په يوه او بل نامه وهي او بندي کوي.
ط/الب ملیشې په فساد ، رشوت، غلا کې غرق دي. هیڅوک غږ نشې کولای که چا غږ وکړ هغه د نظام تخرییونکی او د نورو جاسوس دی چې سزا یې په وهلو ډبولو مرګ دی.

ط/الب ملیشې د پاکستان بربنډ تیري ته په رډو سترګو ګوري بلکې له هغوی سره مرسته کوي چې افغانستان په خپله پینځمه صوبه بدل کړي. خو که چا د پاکستان خلاف خپل غږ پورته کړ هغه د نظام خلاف بلل کیږي هغه د اسلام خلاف بلل کيږي .

ط/الب ملیشو د افغانستان په ملې شتمنيو چور او تالان ګد کړی هره ورځ د افغانستان د ځمکې لاندی زیرمي په ډیره بې رحمانه ډول کښل کیږي او پاکستان ته په ډیره ناچیزه بیه وړل کیږي
هیڅوک ط/الب ملیشو ته داسې نشې ویلای چې ولی دا خو د هر افغان وګړي حق دی دا خو د هغه یتیم حق دی چې په تیرو شلو کلنو کې ستاسو له لاسه شهید شو. دا هغه د هغو کونډو حق دی چې خپل وږي بچي یې ارام ته نه بریږدي.

ط/الب ملیشو په ټول وطن چور کړ د پوځ وسلې ، مهیمات ، ټانګونه یې په پر پاکستان خرڅ کړل.
که څوک ددې ټولو ناجایزو پر خلاف خپل غږ پورته کړي او وویې چې دا وطن يوازي د ط/الب ملیشو حق نه دی بلکي ټول افغانان پکې مساوي حق لري. خو د ط/ الب ملیشو له لوري داسې غږونه په ډیر ظالمانه ډول غلي کیږي .

دې ټولو ته په کتو اوس تاسو ووایاست چې د ط/الب ملشو حکومت ته هيڅلامی( نااسلامي ) که اسلامي امارت نوم ورکړو.

Comments are closed.

koi finance