The news is by your side.

پاکستان حکومت: عمران خان به ډیر ژر ونیول شي

خبريال ویب پاڼه/ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنالله په يوه خپاره کړي ټويټ کې ويلي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د نیولو لپاره په يوه پلان کار روان دی.

رانا ثنا الله په خپل ټويټر پاڼه ليکلي د عمران خان نیازي عدالتي ضمانت ختم شوی چې له دې سره به هغه په قانوني ډول د پولیسو له خوا ونیول شي او د عدالت منګولو ته به وسپارل شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ويلي چې عمران په ګڼ شمیر تورنو باندي تورن پیژندل شوی.
ښاغلی رانا زياتوي چې عمران خان په فساد، په هیواد کې په ګډوډۍ او د ګڼو کسانو په وژنو تورن دی.
د هغه په خبره چې عمران خان باید د ټولو جرمونو سزا وویني.

عمران خان تیره میاست په يوه لاريون کې چې د پاکستان په اسلام اباد کې تر سره شوو ددې هیواد په پوځ او ملکي حکومت کلکې نیوکې وکړي.

د عمران خان په خبره چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت د امریکا په مرسته راغلی او يو لاسپوڅی حکومت دی.
عمران خان د پاکستان پوځ هم تورن کړ چې د دوی خلاف په دسیسه کې يې د شهباز شریف ملاتړ کړی دی.

باید وویل شي چې د عمران خان د لاریون په ترڅ کې د عمران د پلويانو او پولیسو تر منځ سخت اخ و ډب رامنځته شو چې په ترڅ کې يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله رامنځته شوه.

عمران خان د میۍ په ۲۰ مه نیټه په ملتان کې د پاکستان ملکي حکومت ته خبراداری ورکړ چې که په شپږو ورځو کې ټاګنو ته چمتو نشي دی او پلويان به په پراخو لاریونو لاس پوري کړي تر هغوی چې د پاکستان ملکي حکومت يې نه وي ړنګ کړی.

خو ددې پر ځای چې عمران خان د شهباز شریف په مشرۍ د حکومت پر ضد لاريون وکړي هغه پيښور ته په پټه ولاړ او له پیښوره بیا اسلام اباد ته ستون شو.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرو ته تند غبرګون ښکاره کړی.

د پاکستان د پخواني د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي د يوه ټویټ په خپره سره ويلي چې د عمران نیول به يو ستر حاقت وي.

هغه خبرداری ورکړی چېکه عمران خان د حکومت له لوري ونیول شوه دوی به په پراخو لاریونو لاس پوري کړي چې له امله به يې ملکي حکومت ته سخت سرخوږی جوړ کړي.

هیره دي نه وي چې یوازي په عمران نه بلکي د دد د ګوند په يو شمیر لوړپوړو چارواکو هم تورن لګول شوي.

Comments are closed.