fbpx

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ١٥٠ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې (هلمند، فاریاب او بادغیس) کې د ولایتي شوراګانو پر خبره د دووه اوونیو څخه د کم  وخت په ترڅ کې ١٥٠ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د هلمند ولایت شورا ویلي په دغه ولایت کې د تېرو څلورو ورځو په موده کې ٤٩ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ٦٣ ټپیان شوي دي.

هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې وخت نا وخت په کې جګړه زور اخلي، د دې ولایت د سیمه اییزو چارواکو پر وینا د نوي کال له پیلېدا سره په دغه ولایت کې نږدې ٥٠ سرتیري شهیدان شوي او له ٦٠ زیات یې د ګرشک، سنګین او نادعلې په ولسوالیو کې ټپیان شوي دي

له بل پلو د بادغیس د ولایتي شورا ځینو غړو په دعه ولایت کې د څوو اوونیو را په دې خوا په کمه موده کې د ٥٧ تنه امنیتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي .

د نوي کال له پیل وړاندې هم د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې سختې نښتې شوي چې لا هم ادامه لري او په دغه ولسوالۍ کې هم زیات شمېر امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

فاریاب هم یو له هغو ولایتونو دی چې له بده مرغه د جګړې له اوره یې لمن نه ده ژغورل شوې، په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت او په خاصه توګه د قیصار ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، چې تر ډېره بریده ملکي وګړو ته په کې ډېر زیان اوړي.

د افغان حکومت سره سره طالبانو لا هم د پسرلنۍ جګړې په اړه څه نه دي ویلي خو ورو ورو د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په یو شمېر سیمو کې جګړه چندان نه ده سړه شوې.