The news is by your side.

د ګوګل نړیواله امپراتوري

خبريال ویب پاڼه/ د نړیوالو طبعي او غیر طبعي ناورینونو په کنټرول او د نړۍ په روان پرمختګ کې د ګوکل پر اهمیت مې ددغې ادارې د اجراییوي مشر سوندر پیچای یوه تازه وینا اوریده. دده لخوا ورکول کیدونکي معلومات زما غوندې کسانو هوش له ځانه سره یوړ. د پیچای په خبره چې یوازې د کرونا وبا په کنترول کې د ګوګل ونډه د ډیرو ځواکمنو هیوادونو تر بشپړې میلیارد ډالرې بودیجې او واکسینونو پراخه او اغیزمنه وه. دهغه په خبره که ګوګل نه وای ممکن کرونا د اوس څو برابره ډیر انسانان د تل لپاره له دې رنګینې نړۍ رخصت کړي وای.
په وروستۍ لسیزه کې د ګوګل پراخې نړۍ او پرملتونو ددغې نړیوالې ادارې هراړخیز ښکیلتیا ته په کتو بریښي چې په راتلونکو دوه لسیزو کې به دنړۍ ټول ملتونه د ګوګل تر نړیوالې امپراتورۍ لاندې پیچلی ژوند ولري.
ګوګل د نړیوالې مکالمې یا کمیونیکشن په برخه کې د نړۍ د سلګونه زره انسانانو کلنۍ کار په یوه ورځ کې ترسره کوي. یوازې ګوګل ترانسلیټر په هر ساعت کې میلیاردونه مکالمې له یوې ژبې بلې ته اړوي را اړوي کوي. د علم او پوهې په خپراوي کې ګوګل د نړۍ بیساری خادم بلل کیږي چې یوازې ژباړونکي انلاین خدمات یې هره ورځ د بیلا بیلو ژبو د ویونکو د پوهې کچه لوړوي. ګوګل ټرانسلیټراوس تربل هروخت زیات کارول کیږي او دپیچای په وینا چې دنړۍ د کمو کاریدونکو ژبو لپاره به هم دغه خدمات ژر د لاسرسي وړ وي. یوازې په همدې تیره مې میاشت کې ۲۴ نوې ژبې د ګوګل ژباړونکي مشین ته ورزیاتې شوې چې ټول ټال ۳۰۰ میلیونه انسانان پرې دامهال خبرې کوي.
ګوګل مپ له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې په نړۍ کې ددغه نړیوال شرکت بله لویه کاریدونکې برخه ده چې هره ورځ په میلیونونو کسان ترې د ورځنیو خدماتو په توګه ګټه پورته کوي او میلیونونو نور انسانان پرې د خپلې لیوالتیا وړ سیمې په اسانۍ لیدلی شي. تردې مهال په ګوګل مپ کې دیو اشاریه ۶ میلیارده ودانیو تصویرونه او ادرسونه، د څه باندې ۶۰ میلیون کیلومترو په اوږدوالي سړکونوبشپړ جزییات او تصویرونه موجود او د لا ډیریدو په حال کې دي. سوندر وايي چې په وروستیو ۱۸ میاشتو کې ګوګل مپ ته یوازې په افریقا کې ۵ برابره سټلایټ ادرسونه او ودانۍ ورزیاتې کړي او له ۶۰ میلیونو اوس ۳۰۰ میلیونو ته رسیدلي دي. پردې سربیره ګوګل د 3D سټلایټ تصویري خدمات رامخې ته کړي چې د نړۍ ټول پرمختللي هیوادونه له فضا همغه ډول ښيي چې په سترګو لیدل کیږي او ان د نړۍ د عصري او نیمه عصري رسټورانټونو دننه خونې، میزونه او خواړه هم له دې لارې کتل کیدی شي.
سوندر پیچای وايي چې په نړۍ کې اوس ۲۰ په سلو کې ودانۍ د خپلو ادرسونو لپاره له ګوګل مپ څخه کار اخلي او دغه شمیره د هرې ورځې په تیردو سره په لوړیدو ده. د ګوګل د کاریدونکې نقشې له برکته هره ورځ میلیونونه خلک خپل هدف ته د رسیدو په موخه د لنډې لارې په غوره کولو سره د خپلو موټرونو تیل او پیسې او وخت بچت کوي. یوازې په امریکا او کاناډا کې د ګوګل مپ پرمټ د لنډې لارې په غوراوي سره فضا ته نیم میلیون ټنه کم کاربن خوشې کیږي چې د بیچای په وینا د کال ترپایه به اروپا ته ددغو خدماتو په پراختیا سره د کاربن د کموالي کچه دوه برابره شي.
سوندر پیچای د ګوګلي انقلاب په برخه کې د ویډیوبرخې ته په اشارې سره وايي چې هره ورځ ۸۰۰ میلیونه انسانان دګوګل پرمټ په یوټیوب کې دخپلې خوښې ویډیوګانې ویني چې دامهال په ۱۶ ژبو هم مهاله اتوماتیک ژباړه هم پرې کتلی او لوستلی شي.
دګوګل د پلټنې (سرچ) ماشین په بیساري ډول هره ورځ په میلیاردونو پوښتنو ته معلوماتي ځوابونه وړاندې کوي چې په کلني ډول یې اټکل تر سوچ لوړدی.
دتصویرپه برخه کې ګوګلي نړۍ له هره اړخه رنګینه ده اوهره ورځ شاوخوا ۲ میلیارده تصویرونه ګوګل ته ور پورته کیږي او پلټل کیږي.
لسګونه نورو برخو په خاص ډول د انډرایډ اپلیکیشنونو او مبایل ټکنالوژۍ په برخه کې د ګوګل پراخې نړۍ سیورۍ د نړۍ پرنیمايي نفوس غوړیدلی بلل کیږي.

په لویه کې ښکاري چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به ګوګل د بشر د تیکنالوژیک ژوند داسې مهمه برخه جوړوي چې له هره اړخه به په بشپړ ډول ورپورې تړلی وي.
له سیاستوالو، حکومتونو، لویو کمپنیو، ادارو، موسسو او سوداګریو نیولې د نړۍ په هرکونج کې تر یو لیرې پراته کلیوال بزګره، ټولو به پر ګوګل نه جلاکیدونکې ډډه وهلې وي.

لیکوال: مالک عاصم

Comments are closed.