The news is by your side.

تر اوسه د بېلابېلو رسنیو ٤٠ تنه خبریالان پر کرونا اخته دي

خبریال وېب پاڼه/ د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي، تر دې دمه د بېلابېلو رسنیو ٤٠ تنه خبریالان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د نی یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرایه رییس مجیب خلوتګر وایي، چې یو شمېر له دې خبریالانو یې په هرات ولایت کې دي، چې ایران ته له سفر یا ایران نه د را ستنه شویو کډوالو سره یې لیدنې کړې وې، خو اوس مهال هرات کې د دوه تنو خبریالانو وضعیت د ډاډ وړ دی.

خلوتګر زیاتوي، چې په پلازمېنه کابل کې هم د بېلابېلو رسنیو ٣٠ تنه خبریالان پر کرونا ویروس ککړ شوي دي.

د نی اجرایوي مشر مجیب خلوتګر وایي، د هغه هوکړې له مخې چې موږ یې له رسنیو سره لرو کولی شو پر کرونا د اخته خبریالانو شمېر په ډاګه کړو، خو د رسنۍ او خبریالانو نومونه نه شو اخیستلی، خلوتګر له رسنیو غواړي چې خپله دې دا موضوع روښانه کړي.

خلوتګر وایي، اوس مهال د یو شمېر خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

په ورته مهال یو شمېر هغه خبریالان چې د عامې روغتیا له وزیر سره یې لیده کاته شوي، اوس پر کرونا ککړ شوي دي.

د دې له ډلې د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون ځیني هغه همکاران چې د روغتیا له وزیر فېروز الدین فېروز سره یې مرکه کړې وه، پر کرونا ککړ شوي دي.

د طلوع نیوز د نشراتو رییس لطف الله نجفي زاده، د سیاسي خپرونو مسؤول فریدون عظیمي، د سیاسي خپرونو ویاند یاسر ابرار او تمیم حمید پر کرونا ویروس یا کوویډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي، د روغتیا وزارت شپږ تنه هغه کارکوونکي چې وزیر ته نږدې کسان بلل کیږي، پر کرونا ویروس اخته دي او په وزیر کې هم د کرونا ځینې نښې نښانې لیدل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.