The news is by your side.

د سولې هوکړې وروسته هلمند کې۲۴۰ طالبانو ته مرګ ژوربله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ د سولې تر هوکړې وروسته طالبانو په هلمند ولایت ۱۴۰ ځله بریدونه کړي.

د هلمند امینه قوماندان وایي، طالبانو تېره شپه د هلمند پر ټولو ولسوالیو بریدونه وکړل چې په شاه وتمبول شول.

دهلمند امنیه قوماندان نن د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل چې طالبانو له تېرو څو اوونیو راهیسې پر لښکرګاه ښار او شاوخوا ولسوالیو کلک بریدونه کړي، چې افغان ځواکونو یې ځوابیه بریدونو کې د دوی تر ۲۳۰ تنو زیاتو ته مرګ ژوبله اړولی ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې تړاو څه نه دي ویلي.

امنیه قوماندان جنرال خلیل الرحمن جواد خبري ناستې پر مهال وویل، له هغه وروسته چې طالبانو له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړه، د هوکړې له لاسلیک وروسته یې ۱۴۰ ځلې بریدونه کړي، چې ۱۷۰ تنه یې وژل شوي او ۶۱ تنه یې ټپیان شوي او پنځه مهم طالب قوماندانان نیول شوي او دامهال تر توقیف لاندې دي.

جواد وايي، چې له تېرو څو اوونیو راهیسې شاوخوا ۱۳ ترورونه هم ترسره شوي، چې موږ اووه مهې ډلې د ترور کوونکو چې ټولټال ۱۸ تنه کیږی هم نیولي او دا مهال د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

جنرال جواد وویل هڅه کوي تر څو د طالبانو مهمې سرچینې له منځه یوسي، چې د کوکنارو کرکېله یې ښه سرچینه وه او تر ۲ زره جریبه زیات کوکنار اړولي او له منځه مو وړي دي.

امنیه قوماندان وویل چې شاوخوا ۶۳ جنایې پېښې تېرو دوو میاشتو کې شوي چې له دې جملې یې ۵۸ پېښو په تړاو کسان نیولي او ۵ نور یې تر عدلي تعقیب لاندې دي.

ده هغه کسان رسنیو ته هم وښودل چې په جنایي پېښو کې یې لاس درلود او نیول شوي و.

امنیه قوماندان جنرال خلیل الرحمن جواد وویل چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د هلمند په پنځو ولسوالیو بریدونه وکړل چې د دوی بریدونه په شا تمبول شوي، ۱۹ تنه یې وژل شوي او ۱۳ نور یې ژوبل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې لس جسدونه هم د دوی سره د جګړې په ډګر کې پاتې وو، چې افغان ځواکونو مرکز لښکرګاه ښار ته راوړي دي.

ښاغلي جواد وویل هڅه کوي تر څو ښار کې هم د ترور مخه ونیسي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې جرم ترسره کوي.

امنیه قوماندان وویل چې تر ۱۲ پورې زیات هغه پولیس یې هم نیولي چی غیر قانوني کړنې یې ترسره کړې وې او یا هم جرمونو کې ښکېل بلل شوي وو، دغه کسان مو د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د هلمند امنیه قوماندان داسې مهال د تېرو دوو میاشتو لاس ته راوړونو بریدونو او ګڼو نورو پېښو په هکله له رسنیو سره دا پېښې څرګندې کړلې چې دې وروستیو کې ډېری خلکو پر امنیتي ځواکونو پړه اچوله او ویل یې د ښار امنیت خوندي نه دی او باید جدي پاملرنه ورته وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.