يوه هزاره ط/الب قوماندان مولوي مهدي د پاڅون ګواښ کړی

خبريال ویب پاڼه/ لس میاشتې وروسته له هغې چې ط/البانو د افغانستان واک تر لاسه کړ. د واک د ویش او د دې ډلې د حکومت په جوړښت کې د قومونو د شتون په اړه د ډلو تر منځ اختلافات زیات شوي دي. په دې وروستیو کې مولوي مهدي، چې د ط/البانو یوازینی هزاره قوماندان دی، د دې ډلې په حکومت کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د نه شتون له امله؛ هغه د ط/البانو له لیکو وتلی دی.

په وروستیو ورځو کې د ط/البانو جګپوړو چارواکو په وار وار د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته د شخړو د هواري لپاره پلاوی استولی دی.
خو سرچينې وايي چې د ط/البانو پلاوي هر ځل بې پايلې کابل ته راستانه شوي دي. سرچینه وايي، مولوي مهدي د ط/البانو پلاوي ته ویلي، چې نور به له ط/البانو سره کار نه کوي، بلکې د دې ډلې تر چتر لاندې به د یوه عادي وګړي په توګه ژوند کوي.

سرچینې زياتوي. د ط/البانو پلاوي له مولوي مهدي څخه غوښتي دي چې د زياتو کسانو ته له وسلو ورکولو ډډه وکړي او د بلخاب ولسوالۍ دې پريږدي.
د دغو سرچینو په وینا، مولوي مهدي د ط/البانو له پلاوي سره په لیدنه کې “سترې غوښتنې” کړې او ویلي یې دي، چې د ط/البانو په حکومت کې دې د هزاره ګانو او شیعه ګانو استازیتوب وکړي، طالبان دې شیعه مذهب په رسمیت وپېژني او هزاره ګان دې له یوه بل سره یو ځای شي او په حکومت دې ونډه ورکړل شي.

سرچینه زیاتوي، چې د ط/البانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په دې وروستیو کې د ملا حسن اخند په مشرۍ د یوه پلاوي په مشرۍ بلخاب ته تللی دی.

د ط/البانو لومړی وزیر په یوه رسمي مکتوب کې بلخاب ته تللی او هلته یې د ط/البانو له هزاره قوماندان مولوی مهدي څخه غوښتي چې د ښار جوړونې وزارت د مرستیال په توګه کار وکړي. د دغو سرچینو په وینا، دا غوښتنه د مولوي مهدي له خوا رد شوې ده.

مولوي مهدي ته نږدې یوه کس په بلخاب کې د ط/البانو یوه پلاوي ته ویلي، چې هزاره ګان اوس د افغانستان په هر ځای کې د خوندیتوب احساس نه کوي. هغه پر هزاره ګانو، له ښوونځي څخه تر جوماته پورې، د بندیزونو يادونه وکړه، د ده په وینا، هزاره ګان د ط/البانو د حکومت په جوړښت او تصمیم نیولو کې دخیل نه دي.

د مولوي مهدي په اړه د ط/البانو خبرداری!!

معتبرې سرچینې وايې. د ط/البانو استخباراتو خبرداری ورکړی چې که ستونزه حل نه شي. د مولوي مهدي دوسیه به د دې ډلې د دفاع وزارت ته وسپارل شي.

د ط/البانو او د هزاره ګانو ترمنځ لانجه وروسته له هغه راپورته شوه چې ط/البانو څو ځلې مولوي مهدي له واکه ګوښه کړ.

ځینو سرچینو راپور ورکړی چې د ط/البانو هڅې ناکامې شوې؛ دغې ډلې د مولوي مهدي د نيولو لپاره بلخاب ولسوالۍ ته ځواکونه لېږلي دي.
د مولوي مهدي د سرچینو په وینا، شاوخوا پنځه سوه وسله وال کسان دي. اوس مهال یوازې یو هزاره د ط/البانو لپاره د اقتصاد وزارت د مرستیال په توګه کار کوي او په افغانستان کې هیڅ هزاره یا شیعه د ط/البانو په حکومت کې لوړ پوړي څوکۍ نه لري.

بل پلو بیا سرچینې وايې، چې په فارياب ولايت کې هم د پښتنو طالبانو او ازبک تباره ط/البانو د قوم ترمنځ شجړي رامنځته شوي دي.
ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال مولوي فاضل په دې وروستیو کې فاریاب ته د طالبانو د یوه ازبک قوماندان قاري صلاح الدین د نیولو لپاره تللی و، خو په نیولو یې ونه توانید.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More