The news is by your side.

د امریکا پوځ: هغه الوتکه چې افغانان پرې ځوړند وو الوتل يې سم کار وو

خبريال ویب پاڼه/ د امريکا هوايي ځواک ويلي، دا سمه پرېکړه وه چې د امريکا د يوې پوځي الوتکې الوتنه چې افغان ملکيان په کې را ځوړند وو.

دا هماغه الوتکه ده چې هغه مهال ط/البانو پر افغانستان او کابل هوایي ډګر خپله وله ټینګه کړه.
له دغه هوايي ډګر څخه د وتلو په ورځو کې افغانانو په دغه الوتکه پسې ځانونه را ځوړند کړي وو چې د الوتلو په وخت کې یاد افغانان له الوتکې را ولويدل او مړه شول.

“د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو او کابل ته د ط/البانو له راتګ وروسته په لسګونه زره کسان له افغانستان څخه د وتلو لپاره د کابل هوايي ډګر ته په تمه وو.

د امریکا متحده ایالات وايي، د کابل له هوايي ډګر څخه یې شاوخوا ۱۳۴ زره افغان کډوال ایستلي، چې په تاریخ کې یې د وتلو تر ټولو لوی عملیات بلل شوي دي.

د ياد ولو وړ ده چې هغه مهال دغه پيښه را منځته شوه چې ډیری عام وګړي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وړ او په يوه روانه پوځي الوتکې پوري يې ځانونه ځړولي دي.

چې دې پيښې ډیر غبرګونونه راوپارول. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانو کې ښودل کیدل چې افغانان د یوې رواني الوتکې چې پرواز ته چمتو ده دوی يې وزر او شاه وخوا برخو ځانونه را ځړولي دي.

په نور انځورونو کې چې د متحده ایالاتو د اردو ورته C-17 الوتکې انځورونه ښيې ، چې د کابل له هوایي ډګر څخه د تیښتې په پایله . دوه سړي له الوتکې څخه ښکته لويږي .
د امریکا پوځ تایید کړه چې د الوتکې په پنډغالي کې د انسان پاتې شوني هغه مهال وموندل شول چې الوتکه قطر ته ورسېده.

 

د امریکا د هوايي ځواک یوې ځانګړې کمېټې د الوتکې د پیلوټ او عملې فعالیت وڅېړه. د امریکايي رسنیو په وینا؛ کمیټې د دوشنبې په ورځ دې نتیجې ته ورسیده چې په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت په پام کې نیولو سره، “د C-17A پوځي الوتکې پیلوټ او عملې د الوتکې د الوتلو سمه پریکړه وکړه سره له دې چې خلک په کې را ځوړند وو.”

خو د امریکا پوځ د وژل شوو کسانو په خواشیني څرګنده کړي
د امریکا د هوايي ځواک چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د یوه ۱۹ کلن ملکي وګړي وژل «یوه غمجنه پېښه» وه.

Comments are closed.