The news is by your side.

فارین پالیسي: افغان جنګسالاران د نوي جګړې تابیا نیسې

خبريال ویب پاڼه /فارن پالیسي په خپله یوه نوې مقاله کې لیکي چې د افغانستان پخواني جنګسالاران سیاسي صحنې ته د راستنیدو لپاره تیاری نیسي.

د مجلې په خبره کابل ته د ط/البانو له ننوتلو شاوخوا لس میاشتې وروسته، افغانستان په داسې حال کې دی، چې د افغانستان خلک د افغانستان سياسي ته د پخوانیو مجاهدینو راتګ د طالبانو په پرتله ډېر ښه بولي.

لین ډونیل، چې له څو کلونو راهیسې د فرانسې خبري اژانس ته لوړپوړی خبریال دی؛ د بهرنۍ پالیسۍ په اړه دا مقاله لیکي او پراخ غبرګونونه يې را پارولي.
ا
هغه زیاته کړه چې په ټول هیواد کې وسله والې ډلې د خپلو سیمو څخه د طالبانو د ایستلو لپاره جنګیږي او پخوانیو مجاهدینو او د هغوی متحدینو ته ډاډ ورکوي چې د خلکو ملاتړ لپاره خپلي سمي ته را ستانه شي.

فارین پالیسي ورځپاڼې د ترکیې په انقره کې د افغان مشرانو د تېرې میاشتې غونډې ته په اشارې لیکلي، چې سیاسي جګړې ته د قومي مشرانو د شخصي لښکرو راتګ په هېواد کې د خونړیو کورنیو جګړو د بیا پیلېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

په افغانستان کې د امریکایی پوهنتون د بشری علومو د استاد عمر شریفی په خبره، جنګسالارانو ثابته کړې چې د وخت او حالاتو سره سمون خوری او د اړتیا په صورت کې د واک د ساتلو لپاره خپل نفوذ او دولت له جهاد څخه ډیموکراسی ته اړوی.

شریفي ټینګار کوي چې ط/البان له خلمو سره دومره بد چلند کوي چې عام خلک له دوی نفرت کوي او جګسالارانو ته فنا ود وړې.

د ياد ولوړ وړ ده چې که ط/البان همداسي روان وي په افغانستان کې د يوې لويې جګړې امکان شته ځکه د ط/البانو له کړنو ټول عام ولس په تنګ دی سره له دې ط/البان په عامو خلکو نوي نوي فرمانونه عملي کوي.

د ط/البانو د حکومت لس میاشتي پوره شوي خو لا هم په افغانستان کې افغان ښوونځو ته د تګ حق نه لري.
بل خوا بیا فقر بې روزګاري اوج ته رسيدلې ډیری افغانان د ډیرۍ نستۍ له امله خپل اولادونه خرڅوي.

نه يوازي فقر او بې رړزګاري ده چې د ط/البانو په حکومت کې د افغانانو.ژوند ګواښي بلکي د ط/البان پر خلکو لیګدلو بندیزونو.هم د افغانان ژوند سخت ور تريخ کړی .

د ط/البانو حکومت يوازي په يوه طبقه ملايان تقسم شوی نور هیڅ چاته اجازه نه ورکول کيږي چې په حکومت کې دنده تر سره کړي.

 

Comments are closed.