The news is by your side.

وطن پلورل ښه دي که سموسې پلورل؟

خبريال ويب پاڼه /په ټولنیزو رسنيو کې د محمد موسی محمدي هغه انځور ډیر لاس په لاس کيږي چې د کابل په ښار کې په ډیرو خیرنو جامو کې ناست دی او سمبوسې خرڅوي.

پرته له شکه بايد په ط/البان دا نیوکه وشې چې د دوی له لوری مسلکي افغانان سوال کولو ته مجبوره شول ځکه ط/البانو په خپل حکومت کې يوازي يوې طبقې (ملايانو) ته واک ورکړی دی هغه هم داسې ملایان چې علمي سويه يې ډیره ټیټه ده .

د ط/البانو په واکمنۍ کې ټول کارونه ملايانو ته سپارل شوي چې له امله تقریبا ټولې ادارې له فلج سره مخ دي. دا ځکه چې په افغانستان کې هیڅ یوه ملا عصري علوم نه دي لوستې آن د کمپوټر له یوه عادي پروګرام سره هم اشنایی نه لري.

په زغرده باید ووایو چې د ط/البانو کړنو تعلمیافته ځوانان سوال کولو ته مجبوره کړي دي ځکه په افغانستان کې د کار او زوګار زمینه نشته که شته هم د دوی د بنديزونو له ویرې څوک کار نشي کولای.

بلو پلو که راشو د ښاغلي محمد موسی محمدي اوسنې کار ته چې د کابل په ښار کې سموسې خرڅوي ډیر بهترین کار کوي، په ځان باید ووياړې پر ځان باید افتخار وکړي چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کوي.

ددې پر ځای چې سوال وکړي ، چاته زارۍ وکړي په خپلو لاسو يې ګټي د هیڅ چا مهنت په ځآن نه اخلي . او بله دا چې ښاغلی محمدي په همدې کار سره غواړی ټولو ته يو درس وکړي.

که ښاغلی موسی ط/البان رسمي دندي او کار کولو ته نه پريږدي هغه په دې کاره ط/البانو ته دا درس ورکوي چې ما غوندي افغان ځوانان له کار کولو څخه نشي را ګرځولای بلکې کولای شو په هر حال کې خپله کورنۍ وساتو ، د خپلې کورنۍ او اولادنو لپاره ښه ژوند جوړ کړو.

محمد موسی نه يوازي واکمنو ط/الب واکمنو ته درس ور کوي بلکې موسی هغو پخوانیو چارواکو ته هم ډير يوه غوره درس ورکوي چې وطن يې خرڅ کړی او لا يې په خرڅولو لګيا دي.

ښاغلی موسی هغوی ته په دغه کار سره ښيې چې د وطن له پلورلو څخه سموسې پلورل ډیر د عزت او شرف کار دی.
محمد موسی په دې کار سره غواړي هغوی ته ووایې چې زه غریب نه یم بلکې د وطن ټوله هستې ، کانونه ، هوا او ځمکه زما ده ، هغه ورته وایې چې غریبان خو تاسو یاست؛ هغه څوک غریب دی چې وطن نه لري ، هغه څوک غریب دی چې حیثت او عزت نه لري.

اوس تاسو ووایاست چې موسی غریب دی که هغه څوک چې وطن یې خرڅ کړی او وطن نه لري، موسی غریب دی که هغه څوک چې د وطن حيثت او عزت یې لوټلی، موسی غریب دی که هغه څوک چې د وطن شتمني، مال او سرمایه خرڅوي، موسی غریب دی که هغه څوک چې پنحابي سفیر ته چاپلوسې کوي؟

نه ! نه! موسی غریب نه دی، د موسی غوندي افغان ځوانانو نوم به تل روښانه او ژوندی وي خو د وخت فرعونيان به تل د خدای په غذب اخته وي.

خدای د هر فرغون لپاره يو موسی پیدا کوي.

 

Comments are closed.