The news is by your side.

پر سپین بولدک پاکستاني پوځپان افغان میرمنو سره ناوړه چلند کوي

خبريال ویب پاڼه/ د ط/البان راتګ وروسته ډیری وخت په ټولنیزو رسنيو داسې ويډيو ګانې خپريږي چې په لیدل کیږي پاکستاني پوځیان له افغانانو سره ډير ناوړه چلند کوي.

کله چې ط/البان پر افغانستان واکمن شول د ط/البان نږدي دوست پاکستان پر کرښه جوړې شوي دروازي د افغانانو پر مخ وتړلي.
چې وروسته بیا هلته د میشتو قومونو د مظاهرو او په فشار په مرسته يادې دروازې وتړل بیرته په نسبي ډول خلاصي شوي.

ډيری وخت له سپین بولدک ولسوالۍ څخه داسې راپورونه خپاره شوي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري په ډیر ناوړه ډول پر افغان میرمنو جینسي تیري شوي، هغوی ته بې عزتي ور اړول شوي ده.

خو هلته میشتو ط/الب چارواکو يې په وړاندي هیڅ عبرګون او عسل العمل نه ده ښودلی څو ځله د سمیې خلک هغوی ته ورغلی او د پاکستاني پو ځیان له ناوړه چلند څخه ورته شکایت کړی خو ط/البانو يې په ځواب کې ورته ويلي دا زموږ د وس کار نه دی پر پاکستاني پوځیانو زموږ.وس نه رسيږي.

يوه افغان وګړی چې خپل نوم نقيب الله د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تللی وو خبريال ویب پاڼې ته داسي کیسه وکړه : ما په خپلو سترګو لیدلي چې څو ځله پاکستاني سرتیرو افغان میرمني بې عزته کړي دي.

هغه وايې چې يوه ناوي میرمن چې دوه اولادونه يې هم درلودل څلور ورځي ورکه وه چې وروسته بیا د پاکستاني پوځیانو.په فوسته کې وموندل شول.

نقيب الله زياتوي په ټول ژوند مې د افغانانو دومره بې عزتي نه وه لبدلي له څه وخت چې امارت راغلی د هغه په خبره چې ط/البان خو په خپله د پاکستان غلامان دي اوس غواړي افغان ملت هم د پاکستان غلامۍ ته تسليم کړي.

د سپین بولدک ولیوالۍ يو بل اوسيدونکي خیر محمد خیر خوا بیا وايې چې په یاده دوازه د افغان وطن قاچاق روان دی ، د ډبرو سکار ، معدنیات او د پوځ وسلي په رڼا ورځ پاکستان ته قاچاقیږي خو هیڅ څه نه ورته وايې د هغه په خبره خو د افغانستان ناروغ ته څوک اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د تجارانو مالونو ته اجازه نه ورکوي خو د پاکستان تجاران په خلاص لاس افغانستان خپل توکي او مالونه را لیږدوي.

باید وويل شي ط/البان د پاکستان په ښکاره ملاتړ تورن دي داسي ویل کیږي چې اوس هم د دولت ټولي چاري د پاکستان پوځ او حکومت له خوا تر سره کيږي..

د پاکستان سفير پخ افغانستان کې تر ټولو ځواکمن شخص یاديږي چې د ط/البانو د حکومت په ټولو چارو کې دخیل دی.

Comments are closed.