ګلوب او میل: د طالبانو په واکمنۍ کې د اپینو تجارت وده کړې ده
خبريال ویب پاڼه/ګلوب اینډ میل ورځپاڼه راپور ورکوي چې ط/الب قوماندانانو په لسګونه ټنه اپین او نور مخدره مواد ذخیره کړي او د اپینو ځینې فابریکې فعالیت کوي.
له افغانستان څخه د کاناډايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د نشه يي توکو کاروبار اوس د هلمند په څېر ولايتونو کې د ط/البانو د لوړ پوړو قوماندانانو په لاس کې دى.
/ که څه هم د ط/البانو مشر ملا هیبت الله یو فرمان صادر کړی چې پکې د کوکنارو په کښت او تولید يې بندیز لګولی وو، خو ورځپاڼه راپور ورکوي چې ط/البان او هغوی ته نږدې کسان «تر دې مخکې چې دغه فرمان صادر شي؛ دوی د تریاکو لسګونه ټنه ذخیره کړې وه.
احمد اغا یو بزګر و چې کوکنار یې کرل. هغه په هلمند کې ورځپاڼې ته وویل، «اوس د اپینو د پېر او پلور بازار د ط/الب قومندانانو په لاس کې دی.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ په کچه د ترياکو ستر توليدوونکى هېواد دى، چې هيروين او ميتامفيتامين ترې جوړېږي. په افغانستان کې د نشه يي توکو مالي ارزښت ۲۰۷ میلیارده ډالره اټکل شوی چې د هېواد د ملي عوایدو له لس سلنې څخه زیات دی.
ګلوب انډ میل لیکي، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز د اپینو بیه لوړه کړې، چې په افغانستان کې یې د تریاکو او نورو نشه یي توکو سوداګرۍ ته وده ورکړې ده.
د تریاکو یوه سوداګر ورځپاڼې ته وویل، «ط/البان نشي کولای د اپینو د خرڅلاو مخه ونیسي. “بازار هغومره ګرم دی لکه پخوا چې وو، خو راکړه ورکړه په لیرې پرتو سیمو او پټو ځایونو کې کیږي.
ورځپاڼه ادعا کوي چې د ط/البانو سترو قوماندانانو ورته ويلي چې د پخوا په څېر د ترياکو پېر او پلور ته يې دوام ورکړي. ځکه دا “قوماندانان په دې کاروبار کې شریک دي او لاس یې د لویو قاچاقبرانو په جامو کې دی.”
د ترياکو يو ستر سوداګر محمد خان ورځپاڼې ته وويل، چې د ترياکو يو شمېر فابريکې په “پټ ډول” فعاليت کوي.
باید وويل شي چې د ط/الب قومندانو له خوا د تریاکو د خرڅلاوو راپورونه څو ځله مخکي هم خپاره شوي وو په راپورونه کې ویل شوي وو چې ط/الب قوماندانو په پراخه پیمانه ترياک ذخیره کړي دي.
د یاد ولو وړ ده چې ط/البانو مخکې هم ورته ادعاوي رد کړي او ويلي وو چې په ټول افغانستان کې د تریاکو کښت، او پیر و پلور بند شوی دی.
Comments are closed.