The news is by your side.

ولي د ط/البانو پر ضد جګړو زور نیولی؟

خبريال ویب پاڼه /دا څو ورځي پر لپسې د افغانستان له بیلا بیلو ځایونو داسي راپورنه ورکول کيږي چې ښې د ط/البانو پر ضد جکړو سخت شدت پیدا کړی دی.

تر ټولو سخته جګړه د افغانستان په شمال پنجشر ولایت کې روانه ده.
که څه هم ط/البان د يادې جګړې په اړه څه نه وايې دا ردوي چې په پنجشیر کې دي جکړه روانه وي.
خو هر ورځ په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښودل کيږي چې په دغه ولایت کې اوس هم سخته جګړه روانه ده.
پرون د يادي جګړې له ډګر څخه یوازي زابل ولایت ته ۱۸ ط/الب جنګیالي ور وړل شوي چې په وژل شوو کسانو کې یو مشهور قوماندان د طلحه مولوي په نامه هم وژل شوی دی.

نه يوازي زابل ته د ط/البانو مړي وړل شوي بلکي هلمند ولایت هم ته د ط/الب جنګیالو ګن شمیر جسدونه وړل شوي دي.
د يوه ځايې خبريال له قوله دوه ورځي مخکې موس کلا ولسوالۍ ته ۸ تنه جسدونه ورکړل شوي وو.

د پنجشیر د جګړې کیسو په رسنیو هغه وخت زور واخیست چې دوه ورځي مخکې په پنجشیر کې جنګيدونکي ډلې مقاومت جبهې له لوري ادعا وشوه چې د ط/البانو يوه جنګې الوتکي یې را نسکوره کړي ده.

بل د افغانستان د شمال له ځینو نورو ولایتونو هم د جګړې راپورنه ورکړل شوي دي.
یوه موضوع چې په رسنیو کې اوس مهال ګرمه ده د مولوي مهدي او ط/البانو تر منځ مخالفت دی . د ط/البانو او مولوي مهدې تر منځ مخالفت په جګړه بدل شوی دی ، تیره ورځ داسې راپورنه خپاره شول چې ط/البانو بلخاب ته ځواکونه استولي تر څو مولوي مهدي او پلويان يې سرکوب کړي.
بل مولوي مهدي هم خبرداری ورکړی د هغه په خبره که ط/البان په یاد اقدام لاس پوري کړي دی او پلويان به يې په وړاندي سخت مقاومت وکړي وکړي.

د يوازيني هزاره قوماندان مولوي مهدي او ط/البانو تر منځ اختلاف د هغه د کوښي کیدو په سر رامنځته شو ، څو ځله لوړ پوړي ط/الب مشران هم د مولوي مهدي د خوشالولو لپاره بلخاب ته تللي وو خو هر ځل بې پایلې کابل ته راستانه شوي دي.

له فارياب بغلان څخه هم وخت نا وخت د جګړې را پورنه خپريږي.

د افغانستان له ختیځ ننګرهار څخه هم د چاودنو او نيښتو را پورنه ورکول شوي دي.

د ياد ولو وړ ده چې هره ورځ پلازمینه کابل هم د ګڼو چاودونو شاهد وي یوازي پرون په کابل ښار کې دوه چاودنې تر سره شوي چې قربانیان افغان هندوان وو.

هیره دې نه وي چې د ط/البانو وروستیو ګړنو په افعان ملت کې د دوی په وړانذي سخته کرکه را پارولي ده.
د زياتو جګړو لامل هم په خپله ط/البان او د هغوی کړنې دي چې عام خلک ترې په تنګ دي.

Comments are closed.