The news is by your side.

نړیوالو موسیسو په زابل کي د هیچا درد نه دی دوا کړی

خبريال ویب پاڼه/ ولسونه یې په خپلو مینځو کي په جنجالونو اړولي دي! نړیوالو موسیسو پدې وروستیو کي په مستقیم ډول او غیري مستقیم ډول یعني دداخلي انجوګانو د لارې پر ولسونو باندې د بشري ناورین د مخنیوي په خاطر د نغدو پیسو د ویش لړۍ له څو میاشتو وړاندې پیل کړې. پر ولسونو د نغدو پیسو د ویشلو لړۍ په هره ولسوالۍ کي کلیوال په جنجال اړولي او د ملا په نامه بیا ښه استفاده ورڅخه شوې، په خاص ډول هغه خلک، چي د طالبانو د لیکو سره ارتباط لري.

کلیوال خلک ځکه د یادو نغدې مرستو پر سر په جنجالو سره اوښتې! چي دغه مرستې په هر کلي کي دري۳ یا څلورو۴ کورو ته ورکول کیږي، خو کلیوالو ددي پر ځای، چي یو وایې زما نوم دي ولیکل شي او بل وایې زما نوم دي ولیکل شي، ددې پر ځای داسي سره کړي دي، چي کومو کورنیو ته، چي نغدې مرسته ورسیږي هغه به بیا پر ټول کلي ویشل کیږي. کله، چي کلیوال نغدې مرسته تر لاسه کړي اکثریت بیا د وعدې خلاف ګونډه پر ماته کړي نورو کلیوالو ته یې نه ورشریکه وي، چي په پیل کي یې د کلیوالو ترمینځ جنجال رامینځ ته شي. همدا اوس هم د شینکۍ، اټغر، شملزو، نوبهار، شاه جوۍ، خاکي افغان، دایچوپان او نورو ولسوالیو کي ستر جنجالونه ور باندې رامینځ ته شوي. ددي ترڅنګ هغه ملایان یا طالبان، د طالبانو له حکومت سره ارتباط لري اکثره یې دوه۲ او دري

۳ نومونه د نغدو پیسو تر لاسه کوي، ځکه د دوی ساحوې کارمندانو ته د خپلو مشرانو لخوا ویل شوي! چي دا په تاسو پوري اړه نه لري، چي زموږ نغدې مرسته احمد یا محمود ته ورسیده، بلکي! ستاسو مسولیت دادئ، چي تاسو له حاکمو کسانو سره اړم نه شئ او ستاسو د توزیع لړۍ درته په شفاف ډول تائید کړل شي. په اکثریت ولسوالیو کي په لومړۍ ورځ د خوار غریب کلیوال نوم د مخکینۍ کړې سروې په ترسره کولو کي راجسټر شوی وي، خو د نغدو پیسو د ویش پر مهال د موسیسو پر کارمندانو باندي د فشار له مخې د خوار غریب نوم وهل شوی یا لیري شوی، د طالب د کورنۍ د غړي نوم ور لودیدلی او پیسې پر اخیستل شوې، دا فشار نه یواځي د طالبانو لخوا، بلکې: د موسیسو د مسولینو لخوا هم وي، ترڅو دوی له حاکمو سره په جنجال وانه وړي. دي ته ورته بیا ځینې موسیسات په ډیره بي عزته سترګه ولسونو ته ګوري او لوی سر خوږی یې ورته جوړ کړی، هغه دا! چي لومړۍ ورځ د غریبو هیوادوالو نوم لیکنه ورسره د نغدې مرستې په خاطر په ولسوالیو کي په بیلا بیل ډول په کلیو کي وکړي، خو بیا وروسته ورته د نغدو پیسو چک یا کارت په مرکز کلات کي ورکوي پدې شرط، چي زنانه به ورته راولي. اکثره خلک ددي روان ناورین او د غربت د ناوړه سیوري څخه د څو ورځو خلاصون په موخه دا کار هم کوي، چي همدا اوس که په کلات ښار کي هر هوټل ته سر ورښکاره کړي، ډیری میرمنې او سړې به ورته شپې صبا کوي، سپکه یې لا دا، چي کلیوالې میرمنې د نابلدۍ په خاطر هر سهار په یوه او بل دفتر ګرځول کیږي ترڅو هغه دفتر پیدا کړي، چي دوی ته چک یا د نغدو پیسو پرچۍ ورکړي او په اینده کي ورباندې پیسې واخلي او څو ورځي ماشومان له ناورین څخه په وژغوري هغه هم که د کلیوالو د جنجال تر فلټر تیر شي. دغو کلیوالو ته سرګرداني داده! چي یو، خو د زابل ولایت ولسوالۍ ډیرې پراخې دي، ترانسپورټ د مرکز سره د تګ راتګ لپاره بیخې نشته، خو که وي هم هغه له ګوتو په شمار ولسوالیو څخه بغیر نورو ولسوالیو ته په ورځ دوه کي یو موټر ځي، اکثریت خلک خپل مشکل پر موټرسیکلانو باندې حل کوي اوس، نو؛ تاسو فکر وکړئ، چي یو سړی خپله میرمن یوار شل۲۰ دریش۳۰ کیلو میتره تر ولسوالۍ پر موټر سیکل وړي، بیا یې له ولسوالۍ څخه حد اقل تر مرکز کلات پوري نوي۹۰ کیلو میتره وړي ددې سړي او میرمنې به څه حال وي، د یو ساعت لپاره دي هر سړی خپل کریوان قاضي کړي فکر دي وکړي، چي پر دي خلکو به څه تیریږي؟ بل په هوټلونو کي شپې کول یې بله اقتصادي او د بۍ کورۍ ستونزه ده، ځکه دا خلک بي ګټې کښت او کرکیله باندې هم مصروف وي هغه پدې ورځو کي د اوبو د نه ورکړې په خاطر ځنې وچ شي، بله ستونزه یې داده، چي هغه کلیوالې، چي تر نن ورځي یې لمر لا مخ نه دی لیدلی، خو دوی د نابلدۍ په خاطر د نیستۍ غدۍ اخیستي د ناورین د بدبخت سیوري څخه د څو ورځو خلاصون په موخه په یو او بل دفتر د خپل اصلي مسیر پیدا کیدو لپاره ګرځي او ستر ناورین یې بیا دادئ! ددې ټولو ستونزو باوجود نور کلیوالو یې بیا پدغو ورځو کي یو د بل سره پدې مشغوله وي، چي د پلانکي لخوا راوړونکي مرسته به پر کلیوالو څو څو را ورسیږي. دا شو د نړیوالو له افغانانو سره دا یې د بشري مرستو لاسنیوی او د ښځو د هغو حقوقو ورکړه، چي نړیوالې ټولنې هره ورځ او شپه د هغوۍ د حقوقو لپاره نړیواله میډیا د بغارو په موخه پر سر اخیستې تف لعنت پداسې مرسته او د حقوقو پر ورکړه.

لیکوال: حیات پښتون

 

Comments are closed.