The news is by your side.

د افغان کشالې سياسي حل او د سياستوالو او شنوونکو نظريات

خبريال ویب پاڼه / د خبريال ویب پاڼې په نوښت د سياسي ډيالوګ په نامه یوه لړۍ پیل شوي ، چې پکې د افغان سياسونو ، شنوونکو او مطرحو څیرو نظريات را اخیستل کيږي.

موږ کوښښ کوو موږ کوښښ له دې لارې سياسي ډيالوګ ته لاره هواره شي او د افغانستان اوسنۍ کشاله د جګړې نه بلکې د خبرو او سياست له لاري هواره شي.

په لومړي سرکې مو د خبريال ویب پاڼې د مشر ، سياسي شنونکي او خبريال میرویس افغان نظر را اخیستی.

میرویس افغان:

*د افغانستان او افغان سیاسیونو بدبختي*
د نړۍ سیاست وال سیاست کوي د هیواد دګټو لپاره او داسي سیاست کوي چې د بهر نه مرسته او ددوی د سیاست ملاتړ عیب ورته برې ښي؛ خو ما په خپلو ډېرو لوی شمېر سیاسیونو کې البته ټول نه یادوم دوه عیبه پیدا کړل.
یو دا چې دوی سیاست کوي او غواړي چې نړۍ واله ټولنه یې ملاتړ وکړي.
دوهم دا چې اکثریت یې سیاست وسله والې مبارزې ته وایي.

پیر؛ ملا او د تیارو لارویان ځکه بریالي دي چې هغوی سیاست کوي د نړۍ ملاتړ ته نه ګوري؛ ددې کیسه کې نه دي چې کوم هیواد یې مخالف کوم یې ملاتړی دی.

دې ګروپ کې شاهدان شته چې ما پر حامد کرزي صیب خپل ټول توان تمام کړ چې یو ګوند جوړ کړي.
هم دا ډول مې د وخت فرعونانو(ټامیانو) ته وویل چې یو ګوند جوړ کړئ.
دا نورو سیاسیونو ته مې هغه د ریس الوزرا خبره بغارې کړې چې یو ګوند جوړ کړئ.
اوس هم سیاسیونو ته وایم چې یو سیاسي ګوند جوړ کړئ د نړۍ والو ملاتړ ته انتظار مه کوئ.

د رڼا لار په کارده؛ او هغه د افغان وطن د ګټو لپاره په کار ده که یوکس شخصي تاوان کوي ودې کړي.

ما په رسنیز ډګر کې دا تجربه وکړه او بریالۍ ده چې په خپله رسنۍ (خبریال ډاټ کام) کې یوازي افغاني ګټې پالم؛ دا یې پالیسي ده ما او زموږ د بورډ غړو جوړه کړې ده؛ نه د چا مالي ملاتړ او نه د کوم هیواد ملاتړ ته کښېنستلی یم ځکه موږ تر ځینو لویو لویو تلویزونونو موثر او ځواکمن تمام شوي یو.

روڼ اندو ته د یو ګوند جوړېدل حتمي دي چې اوس یې تر بل هروخت ضرورت دی؛ دا چې هرڅومره ووړ ګوند وي خو ژمن او د ملي ګټو پالونکی باید وه اوسي.

محمد يار يار د ښاغلي افغان نظر تاییدوي او ټینګار کوي چې سياست بغیر له يوه سياسي ګوند څخه ناشونی دی.

ټکی ټکی دې د کاڼي کرښه ده خو د گوند خبره مو لا حياتي ضرورت دی.
زموږ بامسؤليته, دردمن او ويښ قشر بايد دغو فورمولو او تجربو ته پام وکړي:
_ که سياست نه کوئ نو سياست در باندې کيږي (لکه تل چې راباندې شوی دی, چې ته سياست نه کوې نو طبعن به يې ستا پر ځای منصور احمد, جنرال فيض او امثالهم کوي, نظامونه او مشران به له ماسکو, راولپنډۍ, بن او بيا پنجابه در ته د تجارتي توکو غوندې را وارديږي).

_ که سياست کوئ او گوند نه لرئ نو په ځان او سياست دواړو ريشخند وهئ! (تېر شل کاله کرزي, غني او ټولو سياسيونو دا اشتباه وکړه).
_ که ډيموکراسي يا جمهوريت غواړئ او گوندي سياست نه کوئ نو گواکي په هوا کې له ستنو يا پايو پرته چت اچوئ! (زموږ د شل کلن جمهوريت چت ځکه د سترگو په رپ کې را نسکور شو چې افرادو پر اوږو اخيستی وو نه گوندي سيسټم, چې افرادو اوږې خالي کړې نو چت راولوېد, که دا چت د گوندو پر ستنو ولاړ وای, که سل يا زر افراد هم له منځه تللي وی نو دومره خرابې نه پېښېده.)

د پتکتيا پخوانی والي او افغان سياستوال حلیم فدايې بیا په دې نظر ډول خپل نظر وړاندي کوي.

زه له لومړۍ ورځ پر دې عقېده وم او په دې اړه مې حکومتونو او سیاستوالو ته وړاندېز وکړ چې کم تر کمه دوه حزبي او یا دري حزبي سیستم جوړ کړو.

۱. امارت ۲. جمهوریت ۳. مستقل
ټول وګړي چې د هر چا له پالیسي او طرحې، ایډیالوژۍ او عقېدې سره برابر وي همالته دې په کې منسجم شي؛ اما زموږ ستونزه تر ډېره خارجي نه ده؛ بلکې داخلي ده.
۱. جهالت او ناپوهۍ په لوړه کچه ده اما دا هم اصلي علت نه دی. ممد فاکتور دی.

۲. پوهه او عالمان او هوښیاران مو هم ښه ډېر دې؛ دوی هر افغان په تنهایي یو بېل حزب دی. هغه ځکه چې عالمان نه، بلکې یوازې لوستی دي. دا هم اصلي علت نه دی. ممد فاکتور دی.
۳. خلک فقیر او بېکاره دي؛ دا هم د تفرقې او بې اتفاقي ممد فاکتورونه دي.

۴. اکثرا په حزبونو او ډلو کې د مالي ګټو او یا هر یوه د سیاسي چوکۍ تر لاسه کولو لپاره را غونډېږې؛ چې هر یوه ته نه پیسې رسېږې او نه سیاسي چوکۍ، بلکې دوی باید نور تجارتونه وکړي ترڅو حزب په پښو ودروي؛ دلته برعکس سیاسي حزب د دکاندارۍ په موخه خلاصېږې او بندېږې.

۵. پېران، ملایان او تبلیغیان په اصولي لحاظ متنفذ قشرونه ول او په تاریخي لحاظ یې یوازې ددعوت او د نظامونو د ټېنګښت لپاره کار کولو؛ په ۴۳ کلنه دوره کې دا رول بدل شو او پېر او ملا له دعوت او طریقت جنګ او سیاست ته راوستل شول.

لوی ظلم چې وشو هغه دادی چې هیچا خپل ځای ونه پېژندلو او ټول سیاستوال او جنګیالي شول او کار د اهلیت پر اساس له منځه ولاړ.
د جګړې په موده کې مو خصوصا حقیقي اسلام په استخباراتي اسلام بدل شو. سیاستوال مو جاسوسان شول او هرڅه د ټوپک له شپېلۍ شوو.

دا ټول ممد فاکتورونه دي.
اصلي علت هغه د لېډرشیپ بحران دی. جګړې د سیاست او سر خلک وخوړل، بدنام یې کړل، تبعید، تکفیر او بندیان یې کړل.
ترڅو چې د لېډرشیپ تشه ډکه نکړو؛ هرڅه به ګډوډ وي.
د لېډرشیپ تشه داسې وي لکه چې یوه جوړه الوتکه د له مسافرو ډکه په لاره کې اختطاف شي او بیایې پېلوټ ووژني. بل هیڅوک نه وي؛ نو که الوتکه کې کوپایلیټ نه وي، دا الوتکه حتمن سقوط کوي.
افغانستان کې ډېر حزبونه جوړ شول اما نتیجه یې منفي وه؛ ځکه چې لېډرشیپ یې تر ډېره IQ لرله اما EQ یې نه لرله او یا یې دواړه نلرل. دلته بیا د خودخواهي او ارماني سیاست تګلار خپلېږې.

افغانان په تاریخي لحاظ دومره تجزیه او ټوټه دي چې د یوه مستحکم لېډرشیپ له لارې کولای شو قوي حزبونه رامنځته کړو.
افغان – پښتون -غلجی- درانی- سلیمانخېل او علیخېل – جنوبیوال او مشرقېوال، کندهاری او پکتیاوال – پاسنی او ښکتنی – چپ او راست – ملت – قوم، سمت، …. آن تر کلي او کورنۍ پورې وېشل شوي یو. کاش ټول یو افغان شي.

دا تفاوتونه په ذات کې ډېر بد نه دي، اما متاسفانه سیاست د همدې پر بنسټ نېول کېږې، مخالفت او ملاتړ د همدې پر بنسټ کېږې او نور ….
نو د حزبونو جوړول اساس دی او ددې لپاره لېډرشیپ ته اړتیا ده. موږ تل بې لېډره ولس یو چې چا پر کوم لورې بوتلو؛ پر هماغه لورې ځو!
دا چې دا تشه ځنګه ډکه شي لومړی باید ټول حد اقل په اصولو کې دا ومنو چې موږ ټول یو افغان او یو ملت یو، وروسته په دې ولس او ملت کې لېډرشېپ په لټه کې شو. لېډرشيب شته اما له ټولو ورک دی! دا ورکه باید پیدا کړو، چې بیا دا پوښتنه پېداکېږې چې دا ورکه به څوک پیدا کوي، دا به لېډر، دا لېډر به څوک وي، دا به لټوو چې ترڅو یا خپله راووځي او یا یې راوباسو!
بل لار نشته!
سل د ومره اما د سل سر د مه مره
چې ددستار تړي هزار دي
ددستار سړي په شمار دي.
دا سر او ددستار سړي باید په یوه فلیټ فورم رامنځته کړو!
خدای دې وکړې چې لېکنه مې ډېره اوږده شوې نه وي!

Comments are closed.