پکتیا: د پاکستاني الوتکو بمبار، ط/البان ولي چوپ دي؟

خبريال ویب پاڼه /نن له غرمې وروسته د پاکستانې بې پیلوټه الوتکو له لوري په پکتیا ولایت کې په مرکزي لوا برید کړی چې په ترڅ کې ګڼ شمیر ط/البان وژل شوي او يو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د ياد برید په تړاو تر اوسه ط/البانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو د سميې ځایې اوسیدونکو خبريال ويب پانې ته وویل دغه برید له غرمي وروسته په داسې حال کې ترسره شو چې پکې میشت ط/البانو د ماسپښن د لمانځه لپاره چمتوالی نیوه.

د سمې اوسیدونکو خبريال ویب پاڼې ته وویل چې تر بدید وروسته له يادې لوا څځه ګڼ شمیر امبولانسونه چې مړي او زخمیان پکې وو د بکتيا مرکزي روغتون ته یوړل شول.
باید وویل شي چې ډیری وخت ط/البان د خپلو تلفاتو په اړه څه نه وایې او پیښې پټوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره بمار کیږي بلکې څو ځله مخکي هم د ياد هیواد له لوري پر افغان خاوره بمار شوی دی .
هیره دي نه وي چې د روژې په مياشت کې پاکستاني الوتکو په خوست ولايت کې په عامو خلکو بمیار وکړ چې په ترڅ کې لس ګونه کسان ژول او شهیدان شول.

هغه مهال ط/البانو له ډیر ځنډ وروسته غبرګون وښود ط/الب ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په ټويټر ولیکل چې د پاکستان له خوا ياد برید پر افغان خاوره بربنډ تیری دی. هغه خبرداری وکړی چې که بل ځل ورته برید د پاکستان له خوا تکرار شي دوی به یې په وړاندی سخت ځواب ورکړي.

د ط/البانو دفاع وزیر ملا یعقوب له څو ورځو چوپتیا وروسته په پاکستان نیوکې وکړي او هغه ته يې خبرداری ورکړی چې که پاکستان بل ځل دغه ډول برید وکړي دوی به يې په جګړه ځواب ورکوي.
خو اوس ولي چوپ دي ولي د پاکستان په وړاندي د څه ویلو او يا څه کولو جرعت نه لري؟

د يادولو وړ ده چې پنځه ورځی مخکې پاکستاني چارواکو د زابل په میزانه ولسوالی باندی تیری کړی چې عامو خلکو يې په وړاندي يې سخت غبرګون ښکاره کړی وو د پاکستانيان یې شړلی وو.

د ط/البانو له راتګ وروسته د پاکستان له لوري په افغانستان کې مداخلي پراخې شوي دی.
د شنونکو په باور پاکستان کوښښ کوي افغانستان تر خپل کنټرول لاندي راولي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More