The news is by your side.

افغانستان په پوځي تجهیزاتو چور روان دی

خبريال ویب پاڼه / د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ. سنټ کام وايي، هغه الوتکې او چورلکې چې د پخواني افغان حکومت د نسکورېدو پر مهال تاجکستان ته الوتلې وې، ښايي بېرته هغه هېواد تاجکستان ته ورسپارل شي.

جنرال مایکل کوریلا د دوشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمینې دوشنبه ته د سفر پر مهال وویل چې دغه الوتکي به په هیڅ صورت افغانستان ته نه ستنیږي ځکه چې له طالبانو سره تړاو نه لري.

امریکايې جنرال کوریلا روټیرز خبري اژانس ته وویل چې د امریکا حګومت پلان لري د افغان پوځ دغه الوتکي تاجکستان هیواد ته ورکړي

هغه زیاته کړه، «زموږ هدف دا دی چې وکولای شو یو څه یا ټولې الوتکې د تاجکستان حکومت ته وسپارو.» زه د دې لپاره مهال ویش نلرم چې دا به کله پیښ شي، مګر موږ د دې لپاره سخت کار کوو.

امريکايي جنرال د تاجکستان له وسله والو ځواکونو څخه د الوتکې د ساتلو له امله مننه وکړه. هغه وويل چې د تاجکستان له حکومت سره د الوتکو د اغېزمنې استفادې او ساتنې په برخه کې همکاري کوي.

کله چې د تیر کال د اګست په نیمایي کې افغانستان د طالبانو لاس ته ورغی؛ د امریکا له خوا روزل شوي افغان پیلوټان ​​د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په لسګونو پخوانیو د افغان پوځ په الوتکو او چورلکو کې تاجکستان او ازبکستان ته الوتنې وکړې.

خو ط/البانو پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې دغه الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري.

هیره دې نه وي چې د جمهوري نظام لخ سقوط او د ط/البانو له راتګ وروسته د افغان پوځ په تجهیزاتو چور او تالان روان روان دی. دافغان پوځ لسګونه الوتکي تاجکستان ته ورکړل او يو شمیر نور تجهیزات پاکستان او ایران هیواد ته قاچاق شول.

د ط/البانو له خوا د افغان پوځ هاموي او زيرېدار ټانګونه پاکستان هیواد ته یوړل شول.

د افغانستان له لواګانو او قل اردو ګانو څخه په زيات شمیر کې پوځي تجهیزات پاکستان هیواد ته قاچاق کړل شول.

ډیری وخت دغه تجهیزات په رڼا ورځ پاکستان ته وړل کیږي چې د عام افغانانو د سخت غبرګون لامل هم ګرځي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځیې وخت داسي ويډیو ګاني خپريږي چې پکې لیدل کيږي د افغان پوځ فوځي تجهیزات په موټر کې بار پاکستان ته وړل کبږي.

يوازي له کندهار ولایت څخه په سلګونو رینجري او ټانګونه پاکشتان هیواد ته وړل شوي دي.

Comments are closed.