The news is by your side.

ط/البانو بریتانويان خوشي کړل خو ګڼ شمیر افغانان يې لا هم زنداني کړي

خبريال ویب پاڼه / د طالبانو حکومت د یوې هوکړې له مخې پنځه برتانویان چې له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بندیان وو، خوشې کړي دي.”

د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی. خو د برتانيې حکومت د دغو پنځو برتانوي اتباعو خوشي کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، که دغو کسانو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له افغاني کلتور او دودونو سرغړونه کړې وي، د بريتانيا حکومت به د خپلو کورنيو په استازيتوب له افغانانو بښنه وغواړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ وویل له لندن سره له روانو خبرو او تفاهم وروسته پنځه تنه بریتانویان خوشې او برتانوي چارواکو ته وسپارل شول.

د طالبانو ویاند په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو یوازې دومره یې وویل چې دغه کسان شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان له قانون څخه د سرغړونې او د افغان کلتور او دودونو د سرغړونې په تور نیول شوي وو.

په همدې حال کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د دغو پنځو کسانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې د برتانیا د حکومت لپاره کار نه دی کړی او د لندن مشوره یې له پامه غورځولې چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.

که څه ط/البان د انګستان اتباع خوشي له زندان څخه خوشي کړل خو اوس هم ګڼ شمیر افغانان د ط/البان په زندانونو کې تر سختي شکنجې لاندي ژوند تیروي.

د ط/البانو په زندانونو کې ډیری شمیر هغه افغانان بنديان دي چې د پاکستان خلاف وو او يا د وطن ملي ګټو ته ژمن وو.
ط/البان ډیزی وخت افغانان په يوه عادي خبره تر زندان پوري رسوي چې هلته بیا په میاشتو ، میاشتو تر سختې شکجنې لاندي ژوند تیروي.

اوس مهال هم ګڼ شمیر هغه ځوانان د ط/البانو په زندان کې بنديان دي چې ګواګي دوی د ط/البانو د نظام خلاف او غرب پلوي مفکوره لري.
ډیری ځوانان خو د فسبوک په لیکنو د زنذان تر تور تمبو رسیدلي دي
آن د ډیرو د مرګ او ژوند پته هم چاته معلومه نه ده چې مړه دي که ژوندي.

ط/البان په افغانستان کې ډیر سخت قوانین په خلکو عملي کړي که څو د دوی په وړاندي د خپل حق غوښتنه وکړي ، حمتن يې وژني يا يې زندان ته اچوي.

ط/البانو ډیری شمیر خبريالان هم په دې تور بندیان کړي د دوی په اصطلاح د نظام پر ضد يې تبلیغات کول.

په افغانستان کې ط/البانو د بیان پر ازادۍ کلک بندیز لګولی څو نشي ګولای حقایق ووايې که څوک کومه خبر وکړي حتمن يې پایله یا مرګ او یا زندان دی.

 

Comments are closed.