The news is by your side.

پیر مریدان: له تالبانو به حتمن د پیر صيب غچ اخلو

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ط/البانو له لوري د سید ابراهیم اغا د نیولو په غبرګون کې ګڼ شمیر کسان را پورته شوي او ط/البانو ته يې خبرداری ورکړی چې د پیر سید ابراهم اغا غچ به حتمن تري اخلي.

په کندهار ، زابل پکتیکا او غزني ولاينونو کې خلکو د ط/البانو پر ضد لاريون کړی او د ولایت مقام ته ورغلي.

خبريال ویب پاڼې ته را رسيدلي معلومات ښي چې يو شمیر مخور سين ږيري او قومي مشران کابل ته تللي تر څو سید ابراهیم اغا د ط/البانو له بند څخه خلاص کړي.

نه يوازي کابل ته د ابراهیم اغا مریدان تللي بلکي د کندهار ولايت مقام ته هم خلک تللي له ملا هیبت الله يې غوښتي سید ابراهیم اغا را خوشي کړي او هغه چا چې نیولی باید سزا ورکړل شي.

د ط/البانو حکومت د (پیر) په نوم کس نیول کېدو ته په غبرګون کې وايي، پخپل سر د پيژندل شوو کسانو نیول جرم دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه جون ۲۴ (چنګاښ دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې «اسلامي امارت» یو مسؤل نظام دی عدلي او قضايي ارګانونه لري او په خبره یې هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو څخه برسي شي.

نوموړي زیاته کړې:”داچې څو تنه خپلسري کسان د ټولنې معروف خلک نیسي، سپکاوی او توهین یې کوي، عسکونه او ویډیوګانې ترې اخلي، دا پخپله جرم او جنایت دی چې ډیر ژر به تر حساب لاندې ونیول شي.”

د تیري ورځې راپدېخوا په ټولنیزو رسنیو کې د ابراهیم اغا «پیر» د نیول کېدو وډیو خپريږي چې دڅو تنو لخوا تر نیول کېدو وروسته پوښتنې ورڅخه کیږي.

د شنونکو په خبره د ابراهیم اغا د مریدانو او طالبانو تر منځ د جګړې وير شتون لري.
حبیب مکي وايې چې شاید د مریدانو او ط/البانو تر منځ سخته جګړه رامنځته شي.
هغع وايې ځکه ط/البانو د هغه نیولو ته ژر غبرګون وښود.

Comments are closed.