The news is by your side.

د افغانستان په اړه د م‌م امنيت شورا غونډې ته د يلدا رويان وينا

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

د ۲۰۲۲، کال د جون ۲۳مه

ښاغلی ریيس، جلالتمابانو او د مدني ټولنې همکارانو!

زه د يوه داسې وطن يم چې تر شپږمه ټولګې پورته پکې نجونې د زده‌کړو حق نه لري او د نړۍ پر مخ د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه وطن بلل کېږي. زه يلدا روان يم او د افغانستان يم!

زه د همدې وطن د ښځو د حقونو لپاره کار کوم.

دلته د ښځو د بشري سازمان  (VOICE Amplified) استازیتوب کوم او په دې سربېره، د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې د ګروپ بنسټ اېښووونکې غړې یم.

نن بيا راباندې د غم ورځ ده، ځکه د هېواد په دوو ولايتونو کې مې خلک د زلزلې له امله تر خاورو لاندې شوي، موږ دغه درد ډېر ليدلی، موږ ډېر ځله په يوه ورځ کې ډېر شمېر قبرونه کيندلي.

ښاغلی ریيس!

افغان مېرمنو تاسې ته له وړاندې خبرداری درکړی و چې طالبان درواغ وايي چې ګواکې د ښځو حقونو ته درناوي لري، اما تاسې دغه خبرداری بابېزه وباله او دا دی اوس موږ مېرمنې ستاسې او دلته د ناستو کسانو د همدې بې‌غوري لوړ تاوان پرې کوو او يو بېخي ناوړه حالت تېروو.

اوسنی ناورین

له هغې ورځې چې طالبانو افغانستان اشغال کړی، موږ تر بدو بترې ورځې وينو، له خپلو بشري حقونو بې برخې شوې يوو، پر مېرمنو پرله‌پسې ظلمونه شوي، لوږې ځپلې دي او له طالبانو وېره د دې لامل شوې چې مدني فعالانو او خبريالانو خپل فعاليتونه درولي.‌

طالبانو له تېر اګسټ راهيسې تر اوسه پورې يوازې د ښځو پر ضد تر دېرش زيات فرمانونه صادر کړي چې يوازې د ګوتو په شمار يې نړيوالو رسنيو خپاره کړي، پاتې نور يې يوازې پر موږ عملي شوي او نړۍ نه ده را خبره شوې.

طالبانو دغه ټولو فرمانونو پر موږ په جبر تپلي، يوازې يوه بېلګه يې دلته يادوم!

په همدې تېر اپرېل کې طالبانو په مزار شريف کې يوه ځوانه دايي‌ په شکنجو ووژله. غبرګې پښې يې ځنې پرې کړې، په چړو يې ووهله او بيا يې دوولس ډزه ويشتې وه، دا ځکه چې ښځه وه او بيا په ښځو کې هزاره مېرمن وه،‌ اما افغانې مېرمنې بيا هم د جبر پر وړاندې ودرېدې او د سر په بدل يې د خپلو بشري حقونو په دفاع کې خپل غږ اوچت وساته.‌

طالبانو په دې سربېره، سلګونه پخواني حکومتي چارواکي او هر هغه څوک چې د دوی د جبر پر وړاندې درېدلي په نښه کړي، شکنجه کړي او یا وژلي دي.

په پنجشېر، بغلان، او تخار کې د تاجکانو په بې‌رحمي نیول، وژل، ځورول او له خپلو کورونو شړل لا هم روان دي.

د روان کال د جون په لسمه، طالبانو په پنجشېر کې د زمان الدین په نامه یو تاجک زده‌کوونکی او د هغه ورور ونيول. له دوی څخه يې د مقاومت د جبهې په اړه مالومات غوښتل، خو هغوی چې مالومات نه لرل، له يوه يې غوږونه پرې کړل، په سترګو يې وويشت او بيا يې له غره وغورځاوه، دا بل ورور يې هم ور وواژه.

دغه د طالبانو اصلي څېره ده او په همدې حالت له تاسې مشروعيت او په رسميت پېژندل غواړي!

د روان کال له مارچ راهیسې کوچیانو پر هزاره‌ افغانانو په بهسودو، مالستان، جاغوري او شیخ علي ولسوالیو کې ګڼ بریدونه کړي چې د ځايي فعالانو د راپورونو پر بنسټ، ۳۱ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه کورونه سوځول شوي، ۲۱ کسان برمته نیول شوي او د ځينو مړی ژوندی نه دی مالوم.

یوازې په تېر اپرېل کې پر هزاره‌ افغانانو ۸ چادونې وشوې، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د دغو بریدونو په غندلو کې حتا د قربانیانو ملیت هم یاد نه کړ، ښايي دا به ورته بابیزه ښکارېده. 

زه له امنيت شورا غواړم چې دغه وژنې دې، نسل وژنه وبولي، ځکه دغه ټول جرمونه په کلي يا جزيي توګه د یوه ملت، توکم، نژاد او مذهبي ډلې د له منځه وړولو لپاره شوي – يا تاسې وواياست، څومره نور هزاره ‌افغانان باید ووژل شي؟

د روان ناورین په حل کې د یوناما رول

په تېره مارچ میاشت کې امنیت شورا د یوناما د ماموریت په غځولو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون، انساني حقونو ته په لومړیتوب ورکولو مهم ګام پورته کړ. که څه هم یوناما په تېر کې زموږ لپاره ناکاميابه وه؛ خو اوس دا تمه شته چې د افغانانو د حالت ښه کېدو لپاره، ارزښتناکې اسانتیاوې برابرې کړي.

يوناما تر اوسه د دغو ټولو بشړي سرغړونو، جرمنو او قتلونو چې ما يې يادونه وکړه، علني راپور نه دی ورکړی او حتا د ۲۰۲۱ له جولای راهيسې يې د ملکي کسانو د خونديتوب کوم راپور هم نه دی تر سترګو شوی.

په دې سربېره، په زياتو پېښو کې يوناما د مرګ ژوبلې شمېرې ټيټې ښوولې دي.

د بېلګې په توګه یوناما په تېرو پنځو میاشتو کې د مقاومت له ملي جبهې سره د تړاو په تور د لسو کسانو د ناقانونه وژنې په اړه راپور ورکړی، خو د سیمې خلکو يوازې په تېرو دوو اوونیو کې د پنجشېر په سیند کې لس مړي موندلي دي.

په دې سربېره اوس ډېری افغانان په دې باور دي چې یوناما له طالبانو سره د کار کولو په بهیر کې بې‌پلوي نه ده ساتلې او د هغوی پر ظلمونو يې پرده اچولې ده. یوناما باید ژر تر ژره خپل علني راپورونه په منظم ډول له سره پیل او په خپلو ټولو راپورونو کې د مالوماتو د کره‌والي او امانتداري اصل ته پام وکړي او د هېواد وضعيت پکې رښتينی وړاندې کړي.

موږ لا هم د افغانانو، طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ، د ټول‌شموله خبرو اترو په برخه کې د یوناما چندان رغنده هڅې نه دي لېدلې چې افغانستان د سولې په لور بوځي.

یوناما ته ښايي چې د افغانانو د باور د بېرته تر لاسه کولو لپاره په راتلونکي سیاسي بهیر کې نه يوازې له طالب مشرانو سره ښکېلتيا،‌ بلکې د افغان مېرمنو بېلابېلو بنسټونو او بهر مېشتو سیاسي څېرو ګډون ته لومړيتوب ورکړي.

یوناما مسوولیت لري چې په ټول هېواد کې، د  ټولو افغانانو لپاره له تبعیض پرته د بشري مرستو همغږي وکړي.

طالبان لا هم د بشري مرستو په وېش کې د لاسوهنې هڅې کوي او غواړي چې يوازې خپلو پلویانو او سیمو ته بشري مرستي ورسوي، حال دا چې د ښځو په سرپرستي کورنۍ او منزوي قومي ډلې له دغو مرستو بې برخې دي.

دا هغه څه دي چې ثابتوي بشري حقونو ته احترام او بشري مرستې يو تر بل مهمې دي.

که يوناما د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د حساب او روڼوالي په تضمين کې پاتې راشي، طالبان به په همدې مرستو خپلو ترهګرېزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ښاغلی ریيس!

که څه هم د افغانستان مدني ټولنې د دې شورا پر ژمنو سختې بې‌باوره شوې؛ خو بیا يې هم پیغام یې دا دی چې د طالبانو د تشدد او جبر غندنه هله په درد خوري چې عمل هم ورسره ملګری شي.

اوس یوازې د افغانستان امنیت او ټیکاو له ګواښ سره نه دي مخ،‌ بلکې د طالبانو واکمني به زموږ هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي او ټول پوهېږو چې د ترهګرو فعاليتونه بيا يوازې زموږ د هېواد تر پولو محدود نه پاتې کېږي.

زه له امنیت شورا څخه د لاندې ګامونو پورته کولو غوښتنه لرم:

1. که په راتلونکيو ۶۰ ورځو کې د ښځو د حقونو برخه کې پرمختګ را نه‌غی، د طالبانو پر ټولو مشرانو، د ټولو بندېزونو معافیت ختم کړئ.

د دوشنبې په ورځ امنیت شورا د ۱۳ طالب مشرانو پر سفر د بنديز معافیت وغځاوه. له دغه معافیت څخه د سید احمد شهیدخېل او عبدالباقي بصیر ايستل او د معافیت د مودې راکمول مثبت ګام ګڼو، خو د افغانستان مدني ټولنې په دې خواشينې دي چې امنيت شورا طالبانو ته لا کلکه ګوتڅنډنه نه ده کړې چې که له بشري حقونو سر غړوي، په راتلونکي کې به ورباندې د خبرو اترو ټولې دروازې تړل کېږي.

که افغانې ښځې په ازاده توګه نه‌شي ګرځېدلای؛ نو طالبان ولې ازاد وګرځي؟

تاسې باید په راتلونکيو دوو مياشتو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو تګلارې او کړنلارې له نږدې وڅارئ. که طالبانو د نجونو پر  زده‌کړو، د ښځو پر ګرځېدو، جامو او کار کولو محدودیتونه لېرې نه‌کړل، یا يې د ښځو د حقونو په برخه کې نور محدودیتونه ولګول او د ښځو د حقونو اړوند یې خپل وروستي فرمانونه بېرته وا نه خیستل؛ نو تاسې هم باید د طالبانو د مشرانو پر سفر او شتمنيو بندیزونه جاري وساتئ.

تاسې باید د استخباراتو د عمومي مشر عبدالحق وثیق او د دفاع وزارت د مرستیال فضل محمد مظلوم معافیت هم ختم کړئ. دغه دواړه کسان د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو په نیولو، توقیف او ځپلو کې لاس لري.

2. له یوناما څخه وغواړئ چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره سم، د ټول شموله او بین الافغاني مذاکراتو برابرولو ته لومړيتوب ورکړي.

د دوحې د پروسې، چې دې شورا هم تصویب کړې وه، لویه نیمګړتیا دا وه چې د مذاکراتو پر مېز یې افغانانو شتون نه درلود، نو د ټول شموله او بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه د سولې لپاره یوازېنۍ ګټوره لار ده. یوناما باید په دغه بهیر کې د ټولو افغانانو ترڅنګ، د ښځو او ټولو قومونو ګډون یقیني کړي. د یوې خطرناکې او بې کفایته زورواکې ډلې په لاس کې د افغانستان پرېښوول به دغه هېواد د تلپاتې بې‌وزلۍ او تشدد پر لور بوځي.

3. د ټولو هغو هڅو ملاتړ وکړئ چې طالبان د خپلو تېرو او روانو سرغړونو حساب ورکولو ته مجبوروي.

له افغانستان څخه د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموريت ملاتړ وکړئ او امکانات ورکړئ چې د هېواد ټولو برخو ته لاس‌رسی ولري. د حقيقت موندنې د ماموريت يا د بل کوم څېړنيز خپلواک مېکانيزم مرسته وکړئ چې په ټول هېواد کې، د هر چا له خوا چې وي، له بشري حقونو سرغړونې وڅاري، شواهد راټول کړي او راپور يې وړاندې کړي.

که امنيت شورا غواړي طالبان يا له بشري حقونو بل هر سرغړوونکی يې خبرې جدي وګڼي، نو د ښځو له حقونو د ملاتړ په برخه کې دي، له خپلو خبرو نه په شا کېږي.‌

له يومانا څخه د ورسپارل شوي ماموريت حساب وغواړئ او پر طالبانو د ښځو د حقونو په ننګه درانه بنديزونه ولګوئ.

د ګوتو په شمېر افغان مېرمنو تشې ستاينې او جايزې ورکول ودروئ. د دغې شورا غړي هم په ګډه او هم په تنهايي‌ د پام وړ څه کولای شي. زه د يوې افغانې مېرمنې په توګه درڅخه د داسې ګامونو پورته کول غواړم چې د مېرمنو په درد وخوري، چې زما د وطن هر افغان ته د هغه له ګوتو وتلی کرامت او حق بېرته ورکړي.‌

ژوند ژوند

Comments are closed.