The news is by your side.

ملا هیبت الله ولي له نړۍ سره له تعامل څخه انکار کوي

خبريال ویب پاڼه / د ط/الب ډلي مشر ملا هیبت الله: نه د نړۍ سره تعامل کوو او نه يې فرمايشونه منو حتی که اټم بم هم را باندي وکاروي.
په افغانستان کي د علماو د غونډي نن دوهمه ورځ وه، چي په مرکز کابل کي په لويه خېمه کي تر سره سول.
د غونډي عمومي موضوع چي دداخلي مشروعيت او ملاتړ لپاره وه، مشري يې یو ازبک ټبره مولوي حبيب الله حقاني کول.
د غونډي اجنډا چي رسنيو ته رسېدلې ، پکښي راغلي، چي له مافيايي سياست، فساد، بې ثباتۍ او ترخو تجريبو د تکرار مخنيوی به کيږي.
خو د ويناوالو خبري تر ډېره له تشدوده ډکي وې، د غونډي په لومړي ورځ يو شمېر ویناوالو سياسي مخالفين باغيان وبلل او له مشرتابه یې غوښتنه وکړه، چي د سر د وهلو او وژلو هدايت دي ورته وکړي.

د ط/البانو مشر هیبت الله اخنذاده د غونډي د دوهمي ورځي په وروستيو لحظو کي په خپله وينا کي وويل، چي (( زه هيڅ د خارجيانو مداخلې نه منم، او نه د چا سره تعامل کوم، هيڅوک دي دا تمه نه کوي، چي خپل اصول راباندي ومني، که اټم بم هم راباندي وکاروي، زما قانون د الله رضا ده او د نړۍ له کنجونو څخه د هیچا غوښتني نه منم)).

غونډي ته هيڅ رسنۍ ته د داخل اجازه نده ورکول سوې او نه هم په غونډه کي چاته د ټلیفون د پرېښېدو اجازه ورکول سوې چي د طالبانو د مشر د خبرو پر مهال ويډيو يا عکس واخلي.
چي دې چارې عامو افغانانو ته د ط/البانو د مشر د شتون په اړه ډېري پوښتني او شکونه پيدا کړي دي.

د ط/البانو مشر هيبت الله په خپلو خبرو کي په ټينګار وویل: (( نړۍ نه غواړي د افغانستان حکومت په خپله اراده وچليږي، نو موږ ته مشورې راکوي، زه ستاسي فرمايشاتو ته نه يم، نه يو قدم مخ ته درسره ځم نه تعامل درسره کوم او نه پر شريعت معامله درسره کوم)).

هغه له ټولو وغوښتل چي د معاملې کولو تمه دي ورڅخه نه کوي او د شريعت خلاف هيڅ عمل نه سي کولای.
د ط/البانو مشر د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل، چي عمومي بخښنه يې ټولو ته کړې خو د تېر نظام خلګو ته مسوليت نه سي ورکولای، او په بهر کي مېشت کسان دي له شرارت څخه لاس واخلي، د هغه په خبره ، چي په کابل کي اوس هم ځني بدماشان ګرځي او دا هر څه نه سي زغملای.

د علماو د غونډي د ځينو ط/الب ارپکو د چارواکو او د طالب مشر هیبت الله د خبرو تر منځ په ښکاره ځني مخالفتونه موجود وه.
د دفاع سرپرست وزير په لومړۍ ورځ په خپلو خبرو کي له ګډونوالو او افغانانو وغوښتل چي د دوی نيمګړتياوي ورته په ګوته کړي تر څو نړيوال مشروعيت ته لاره پيدا کړي. هغه وويل چي د غونډي ويناوالو بايد پر داسي مسايلو خبري وکړی، چي حکومت يې له خطرونو او مخالفتونو څخه وژغورل سي.

هغه څه چي د ط/البانو مشر ددې خبرو مخالفت کړی، او د ط/الب ډلي مشر هیبت الله په واضح توګه د نړۍ سره د مشورو او تعامل کولو څخه ډډه کړې، خو د بهرنيو چارو سرپرست يې له امريکايي چارواکو سره د کنګل سويو پيسو او پر افغانستان د اقتصادي بنديزيونو د ليرې کېدو په خاطر د زاريو لپاره په دوحه کي مجلسونه کړي.

په افغانستان کي د علماو ددې غونډي څخه د خلګو هيلي خورا لوړي وې، او تمه کېده، چي په غونډه کي به د عومي بخښني د ښه عملي کېدو، ښوونځيو ته د انجونو پر تګ، کار و اهل کار ته د سپارولو، له موقف څخه د سوي استفادې د مخنيوي، د بيان پر ازادۍ او ورته نورو عمومي موضوعاتو بحث کيږي خو داسي هيڅ هم ونه سول.
د غونډي ټوله برخه يوازي، د ط البانو د مشر هيبت الله سره پر بيعت، د سياسي مخالفينو پر وژلو او نورو تشدودو ډکو خبرو پای ته ورسېده.

Comments are closed.