The news is by your side.

بلخاب: ط/البان د جګړې تياری نیسې خو شعیه علما مځکړتوب کوي

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان د شیعه علماوو شورا پر ط/البانو غږ کړی چې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته د سرتېرو د لېږلو پرېکړه دې بېرته واخلي.

دې شورا یو پلاوی جوړ کړی چې بلخاب ته واستول شي او له مولوي مهدي سره خبرې وکړي. داسې ښکاري چې دغه شورا غواړي د ط/البانو او مولوي مهدي ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د ط/البانو او مولوي مهدي تر منځ شخړې چې د دې ډلې یوازینی هزار تبار قوماندان و، د رسنیو پام ځانته را اړولی دی ځکه چې د ط/البانو قوماندان په عامه توګه د طالبانو له تګلارو ناخوښي څرګنده کړه.

مولوي مهدي اعلان وکړ چې د طالبانو په حکومت کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د نه شتون له امله یې له طالبانو څخه لاس اخیستی دی.

مولوي مهدي اعلان وکړ چې د طالبانو په حکومت کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د نه شتون له امله یې له طالبانو څخه لاس اخیستی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو جګپوړو چارواکو څو ځلې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته د شخړو د هواري لپاره پلاوي استولي دي. خو سرچينې وايي چې د طالبانو پلاوي هر ځل بې پايلې کابل ته راستانه شوي دي.

د خبرو له ناکامېدو وروسته د دواړو لورو له ادرسونو داسې عکسونه خپاره شوي، چې د پوځ د لیږلو لپاره چمتووالی ښيي او د یو بل پر وړاندې د جګړې چمتوالی روان دی.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شورا پلاوي له لوړپوړو ط/الب چارواکو سره خبرې کړې چې د بلخاب په اړه دې تر هغو پوځي اقدام ونه کړي، څو چې د شورا ماموریت خپل کار نه وي کړی.
شورا وویل، “له مولوي مهدي څخه د اړین ډاډ ترلاسه کولو هڅې روانې کړي دي.”

د افغانستان د شیعه علماو د سرتاسري شورا د ارتباطاتو کمیسیون پریکړه کړې چې ایت الله واعظي به له میدان وردګو څخه هم د دوی ملګرتیا کوي.
مولړيي مهدي له دغه کميسون سره په تماس کښې د ایت الله واعظي د شتون غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی سرپل ولایت ته سفر وکړي. خو په هغه غونډه کې چې غړو یې د چهار شنبې په ورځ ۲۵ د غبرګولي؛ پرېکړه وشوه، چې د ط/البانو او مولوي مهدي د پلاوي له لېږلو مخکې دې د افغانستان د شيعه علماوو شورا ته هېڅ ډول تضمين وړاندې نه کړي.

دا لا روښانه نه ده چې د شعیه علماوو یاد پلاوی به څومره اغیزمن تمام شي او څومره به د جګړې مخنوی وکړي.

Comments are closed.