The news is by your side.

ترکیه له هغو افغان کډوالو سره نغدي مرسته کوي چې غواړي په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي

د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مرسته داسې یو پروګرام پیلوي چې له مخې به یې د هغو افغانانو مالي ملاتړ او مرسته کوي چې غواړي په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ترکیې هېواد سرې میاشتې د دې پروګرام اصلي موخه دا ده هغه افغانان چې ترکیې ته د اقتصادي او مالي ستونزو او کاروبارونو لپاره تللي وي خو غواړي بېرته هېواد ته ستانه شي مالي ملاتړ یې کوي څو په افغانستان کې بېرته د ځان لپاره یو کوچنی کاروبار پرې وکړی شي.

په کابل کې د ترکیې سرې میاشت مسؤولینو ویلي د دې پروګرام په چوکاټ کې یې یو شمېر افغانان هېواد ته را ستانه شوي او نغدي مرسته ورسره شوې.

خو افغان کډوال د امنیتي او په هېواد کې د کاروبارو نه شتون او کمزوري اقتصاد له کبله نه غواړي افغانستان ته راستانه شي او غواړي له ترکیۍ اروپایي هېوادونو ته کډوال شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال اګسټ میاشتې را په دې خوا کله چې طالبان واک ته ورسېدل افغان ځوانان د کډوالۍ لپاره مخ پر ګاونډیو، ایران، ترکیې او نورو اروپایي هېوادونو شول.

په ورته مهال په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کیږي، دا راز ترکیه هم د ترکیې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله هره ورځ هغه افغان کډوال نیسي چې ترکیې ته د اروپا په نیت ځي او هره میاشت په لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته را اړوي.

Comments are closed.