له طبعي خاورې پرته د سبزیو کښت

خبريال ډاټ کام -که څه له پيړيو پيړيو راهسي انسانان په کرهنه او زرعت بوخت دي او له دې لارې خپل لومړي ضرورتونه پوره کوي.
د ژوند د نورو اړخونو په څير کرهنه او زرعت هم ورځ تر بلې مډرن او عصري کيږي.

خو ايا مخکې په دې پوهيدی چې سبزيحات بغير له خاوري کرل کيدای او وده کولای شې؟
هو بلکل! يوه داسې نوي او حيراونکي تجربه تر سره شوي چې بغير له خاورې هم سبزيجات کرل کيدای او تر خاورې لا ښه وده کولای شې.

د پاکستان باراني کرنيز پوهنتون پوهانو د هايډرو پونګ ايګلر پلان پواسطه يوه داسې نوي تجربه ترسره کړه چې سبزيجات بغير له خاورې هم کرل کيدای شې.
موږ په دغې حيرانوونکي او نوي طريقه سره کولای شو سبزيجات بغير له خاوري د کوپرې د تارونو(لکړو) او فومو او اوبو په مرسته وکرو.

ددغې نوي طريقېـپه مرسته کولای شو سبزيجات په داسې ځايونو کې وکرو چې خاوره کمه او يا د خاورې استعمال ځينې ستونزي پيښولای شي. چې له دې ډلې دوکانونه، هاټۍ ، او ځينې سرپټي ځايونه شميرل کيدای شي.
که څه هم سبزيجات او نور نباتات په خپله وده کې خاورې، منرالونو ، عضوي موادو او اوبو او ځينو سرو ته ضرورت لري.

چې د کوپرې لکړ د خاورې او منرالونه په ځای کار ورکوي چې فوم او اوبه د سبزيجاتو په وده کې مهيم کار ورکوي.
له دې څخه معلوميږي چې نور نباتات له ګلان ځينې بوټي او دې ورته نور شيان هم کولای شو له خاورې بغير د کوپرې په تارونو فوم او اوبو کې وکرو.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy