The news is by your side.

د ښځینه له هارمونونو د کرنا درمل جوړيږي

 

خبريال ډاټ کام -که څه هم کرونا ويروس يو داسې ساري ويروس دی چې تقريبا د ټولې نړۍ هر ګوټ ته يې ځان رسولی. او ميليونونه وګړي پرې اخته شوي چې ان ډير شمير يې د مرګ تر کومي هم رسولي دي.

له ډيرو هڅو سره سره بيا هم روغتيا پالان او ډاکټران په دې نه دي توانيدلي چې ددې ويروس د مخنوي لپاره داسې درمل جوړ کړي.چې ددې ناروغۍ بشپړه درملنه پرې وشې.

خو اوس تازه تازه نيويارک ټايمز ورځپاڼې يو داسې راپور خپور کړی دی چې د امريکا په لاس انجليس ايالات کې په دوو روغتونو کې د کويډ ۱۹ ويروس د مخنوي لپاره د ښځو د جينسي هارمونو د مخنوي په پار د ازمايلو لپاره منصوبه بندي جوړه شوي ده.

څيړونکو وايې ځکه يې د ښځو له جينسي هارمونونو څخه د کرونا(کويډ۱۹ ) د مخنوي لپاره واکسين جوړ کړي چې د ښځو په دغه هارمونونو ايسټروجن او پروجيسټرون شتون لري چې د نارينه ناروغانو لپاره ډير ګټور تمام شوي دي.

د ښځو په جينسي هارمونو د طبعي ايسټروجن او پروجيسټرون شتون د بدن مدافعت قوي او ځواکمن کوي او ايسټرون او پروجيسټرون د نارينه په بدن کې له کويډ ۱۹ ويروس سره جنګ کوي او بدن ددې ويروس د مقابلې لپاره اماده کوي.

څيړونکي وايې چې د ښځو په بدن کې ددې هارمونومو شتون دی نو ځکه ميرمني په کرونا ويروس کمې اخته کيږي.

لاس انجلس ايالات په کيدار سنايې درملتون او اسټوني بروک اف سکول مډيسن کې دغه تجربه ډيره کاميابه تر سره شوي ده.

مخکي تر دې چې د کرونا ويروس لپاره کوم درمل وو جوړ شي نو ډاکټرانو د ملاريا (کلورو کوين) درمل د کرونا په ويروس اخته کسانو ته ورکول چې تر ډيره يې ښه نتجه ورکړي وه.

د طبي برخي پوهانو ددې ويروس لپاره بيلابيل درمل جوړ او بيلابيلې تجربې وړاندي کړي.
خو تر ټولو قوي او مستند هم همدا واکسين دي چې په چين، امريکا جرمني، او روس کې تجربه شوي چې تر ۱۲ نه تر ۱۸ مياشتو پوري به بازار ته را ووځې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.