The news is by your side.

د انقلاب سپرغۍ؛ څه شی غواړئ؟ سيد شاه

پر وطن په روانو سړو او تودو کې ځينې ورانې چارې ډېرې ګټورې وي، زما ورباندې پام وي، خو وېره دا وي چې په ويلو يې، پر وطن روان مسلط اشغال ته، برائت ور نه کړم.

ملا مداسن اخوند دې خدای ژوندی لري، که څه هم پټه خوله يې بهتره ده،‌ خو لاشعوري کله کله داسې خبره ځنې ووځي چې وطن او خلکو ته د لکو روپو ارزښت لري.‌ دا کار تېرو پاچاهانو نه شوای کولای، خو دی يې ډېر اسانه کوي.‌

زه فکر نه کوم که يوه جوړ نظام دې، مثلا دا زموږ او ستاسې تېر جمهوريت دې په تبليغاتو، عامه پوهاوي او ټولو پوهنتونونو، په شلو کالو کې دا ولس دومره په دې پوهولی وای چې د وطن يو انسان له واکداره څه غوښتنې لري او د واک سړی بيا ملت ته په کومو چارو مسوول دی، اما ده دا دومره کار په يوه خبره چې چيشی غواړئ؟ وکړ!

خلکو ته فکر ورپيدا شو چې څه شی غواړي؟ لومړيتوب يې څه دی؟ د ورکولو مسوول يې څوک دی.

تر ټولو د خوند خبره لا دا ده چې کېدای شي د ډېرو افغانانو دې ته پام اوښتی وي چې څه شی مې کم او څه شی مې تر نورو ډېر په کار دی.

په ياد يې ولرئ چې دا خلک يې سبا په تر لاسه کولو پسې را ولاړېږي.‌

Comments are closed.