The news is by your side.

د پاسپورت ریاست کې د عالني فساد ثبوتونه

په دې وروستیو کې د پاسپورت له ریاست نه د فساد ډېرې ازاوې راپورته کیږي. ویل کیږي چې د پاسپورت ریاست طالب کارکوونکي د ډېرو پیسو او رشوت په بدل کې مراجعینو ته په کمه موده کې پاسپورت ورکوي.

تازه خبریال ډاټ کام ته د پاسپورت ریاست د فساد عکسونه د ثبوتونو په ډول را رسېدلي.

هغه عکسونه چې خبریال ډاټ کام ته لېږل شوي په کې ښکاري چې یو طالب د پاسپورت ریاست له ودانۍ د بایومترېک څانګې کارکوونکي، د بایومترېک ماشین او کمپیوټر سره یو ځای بېرون راوځي او کارکوونکي یو موټر ته وړي چې په کې څلورو تنو ته بایومترېک پرې کوي.

له بایومترېک وروسته ډېر په ارامه بېرته پاسپورت ریاست ته دننه کیږي.

دا پېښه نن ورځ(دوشنبه) 10:17 دقیقې شوې چې د پېښې له ځایه نامعلوم کس عکسونه او دقیق وخت هم په ډاګه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې پاسپورت ریاست ته مراجعین زیات شوي او ځینې یې عاجلو پاسپورتونو ته اړتیا لري خو طالبان د عامه خلکو له مجبوریو دا ډول ګټه پورته کوي او یو پاسپورت ورته په زرګونه ډالر ورکوي.

که څه هم طالبان په خپلو دولتي ادارو کې د فساد موجودیت نه مني خو د پاسپورت ریاست کې پر شته فساد سترګې نه شي پټېدی.

Comments are closed.