The news is by your side.

طالبانو د هغه نجونو خپلوان نیولي چې پکتیا کې یې د زده کړو لپاره لاریون کړی و

طالبانو وروسته له هغې چې په پکتیا کې له شپږم پورته ټولګیو نجونو زده کوونکو لاریون وکړ، د یادو زده کوونکو د کورنیو غړي یې نیولي دي.

د پکتیا یوې نجلۍ چې نه غوښتل نوم یې یاد شي خبریال ډاټ کام سره خبرو پر مهال وویل چې طالبانو له لاریون وروسته د دوی د کورنۍ درې غړي نیولي دي.

همدا راز بلې نجلۍ خبریال ډاټ کام ته وویل چې د لاریون کولو له امله یې طالبانو یوازنی ورور بېولی او بندي کړی دی.

د پکتیا نجونو له خبریال ډاټ کلم وغوښتل چې د دوی غږ پورته کړي او له طالبانو غواړي چې د کورنۍ غړي دې یې ژر تر ژره ور ازاد کړي.

پکتیا کې د نجونو زده کوونکو لاریون کوونکو څخه یوې خبریال ډاټ کام ته وویل چې طالبانو زما د لاریون کولو له امله زما پلار او تره زامن له ځان سره بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د طالبانو د پکتیا د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې له شپږم پورته ټولګیو نجونو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیستلې خو له کابل نه د طالبانو د ادارې په امر بېرته وتړل شول او نجونې د ښوونځیو له دروازو بېرته کورونو ته ستنې کړل شوې.

په همدې موخه زده کوونکې پر ځای د دې چې کور ته ستنې شي د طالبانو د دغې کړنې پر ضد یې لاریون وکړ خو طالبانو یې اوس د کورنۍ غړي نیولي دي.

Comments are closed.