The news is by your side.

د طالبانو خواخوږي حکومت”پاکستان” یو ځل بیا د ناوې په ګډون لسګونه افغانان نیولي

د پاکستان سند ایالت حکومت د کوېټې له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په پلمه نیولي او په زندان کې یې اچولي دي.

خبریال وېب پاڼې ته سرچینو ویلي، څو ورځې وړاندې له افغانستان بېلابېلو کورنیو غړي چې ناوې ګانې هم په کې وې او واده یې تیار وو، غوښتل د کوېټې له لارې پاکستان ته داخل شي په لار کې د سند حکومت له لوري نیول شوي دي.

په کوهاټ کې مېشتو قومي مشرانو د یادو کورنیو پسې پلټنه کړې او معلومه شوې ده چې د حکومت له خوا بې ګناه او په کوم تور بندیان شوي او اوس مهال د سند په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.

په دې تړاو پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او سیاستوال محسن داوړ خبریال وېب پاڼې ته ویلي چې دوی په خپل ټول وس هڅه کوي نیول شوې افغانې کورنۍ له زندان ازادې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان حکومت له افغانو او په ځانګړې توګه د واده له کورنیو سره داسې ناوړه چلند کوي بلکې تر څه باندې دوه میاشتې وړاندې دناوې او زوم یوه بله کورنۍ هم د پنجاب حکومت له خوا نیول شوې او زندانې شوه وه چې بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په هلو ځلو ازاده شوه.

Comments are closed.