طالبانو د پاکستان د پاره د وطن د رومیانو بیې راوغورځولې
پاکستان کې د طبیعي افتونو او اقتصادي ستونزو له کبله د دغه هېواد وګړي خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د سبزیجاتو له کمښت سره مخ دي.
پاکستان دې څو ورځو کې د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره له افغانستان د رومیانو چټکو صادرولو پرېکړه وکړه او په ضمن کې یې پر رومیانو د تعرفې لېرې کولو خبره هم وکړه.
پاکستان ته په وروستیو څو ورځو کې لسګونه لارۍ رومیان صادرل شول چې په دې سره په یاد هېواد کې د رومیانو بیه هم راټیټا سوه او تر یو حده یې د وګړو ستونزه حل شوه.
خو افغان بزګران شکایت لري چې طالبان د دوی رومیان په خورا ټیټه بیه په پاکستان خرڅ کړل دوی ته یې هېڅ ګټه پاتې نه شوه.
د لوګر ولایت بزګران وایي طالبان هره ورځ پاکستان ته د رومیانو بیه راټیټوي او طالبان چې دوی تع کړمه بیه ورکوي هغه ډېره ټیټه ده په دې سره ګټه پاکستان ته ځي او تاوان د وطن خوار بزګر ته.
د پاکستان یو شمېر ښارونو کې دا مهال د افغانستان د رومیانو بیه درې سوه کلدارې ده خو دننه په افغانستان کې هم د رومیانو بیه جګه شوې ده.
Comments are closed.