The news is by your side.

طالبان وزارتونو کې له دولتي مامورینو د دریم ټولګي د عقایدو ازموینه اخلي

طالبانو په وزارتونو کې د دولتي مامورینو نه د دریم ټولګي د عقایدو ازموینې اخیستو چاره پیل کړې.

تازه یې په مالیې وزارت کې له زیات شمېر مامورینو د عقایدو ازموینه اخیستې.

هغه دولتي مامورین چې طالبانو ترې د عقایدو ازموینه اخیستې اکثره یې د تېر جمهوریت مامورین دي چې د ځینو پر وینا طالبان په دې کار سره غواړي د دوی توهین وکړي. ځکه داسې پوښتنې ترې کوي چې هغه د دریم ټولګي په کتابونو کې ځواب شوي او یا له هغې غیر هر افغان ماشوم یې ځوابونه ورکولی شي.

د عقایدو یادې پوښتنې خبریال وېب پاڼې ته هم رسیدلي او داسې پوښتنې دي چې هر مسلمان ماشوم ته هم باید زده وي.

هغه پخواني دولتي مامورین چې اوس د طالبانو حکومت کې هم پر خپل موقف پاتې دي د طالبانو په دې کار نیوکه کوي او وایي دوی خو څه بې دینه نه ول، پرون هم مسلمانان وو، نن هم دي او سبا به هم وي.

بل خوا طالبان بیا دا موضوع په بله اړوي او وایي دولتي مامورینو ته هره اوونۍ بیانونه کیږي او دې بیانونو په اساس ترې ازموینه اخیستل شوې چې دوی په دې موده کې څه زده کړي دي.

کارپوهان بیا وایي افغانستان یو مسلمانه ټولنه لري، طالبان ډېر بې معنا او بې ګټې کار کوي او په دې سره به د دوی او ولس ترمنځ واټن نور هم ډېر شي.

Comments are closed.