The news is by your side.

کابل: د روسیې په سفارت چاودنه وشوه!

نن شاوخوا یوولس بجې کابل کې د روسیې سفارت مخې ته درنه بمي چاودنه وشوه.

عیني شاهدانو ویلي چاودېدونکي توکي په کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او له چاودنې سره سم طالبانو لار وتړله.

خبریال وېب پاڼې ته ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه کې د روسیې سفارت یو ډیپلوماټ هم ټپي شوی دی.

د خبریال وېب پاڼې د سرچینو په حواله د پېښې له ځایه له شلو ډېر کسان روغتون ته انتقال شوي دي.

تلفات ممکن زیات وي خو په احتیاط سره دم ګړی مړي او ټپیان ۲۰ تر روغتونونو رته سېدلي دي.

د روسیې سفارت مخې ته له څو میاشتو راهیسې د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، داسې انګیرل کیږي چې د چاودنې قربانیان به ټول ملکیان وي.

طالبانو هم د چاودنې خبر تأیید کړی خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د دوی د حکومت د راتګ سره د امنیت ډاډ ورکوي او وایي د تېرو کلونو په پرتله د دوی په حکومت کې په ټول افغانستان امنیت دی خو هره ورځ په بېلا بېلو ولایتونو کې ورته درنې چاودنې کیږي او ملکیان ته درانه تلفات اوړي.

Comments are closed.