هرات: چاودنو کې د مولوي انصاري په ګډون له لسو ډېر کسان وژل شوي دي
څو شېبې وړاندې د هرات ولایت په ګذرګاه مسجد کې دوه پرلپسې چاودنې شوي.
په چاودنه کې د یاد مسجد خطیب او امام مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون یوولس تنه نور هم وژل شوي دي.
عیني شاهدانو خبریال وېب پاڼې ته ویلي چې په سیمه کې له چاودنو وروسته خال خال ډزې هم اورېدل شوي او تلفات زیات دي.
تر اوسه طاابانو د یادې چاودنې او تلفاتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
مولوي انصاري هغه عالم وو چې په توند لاري توب مشهور وو او څو میاشتې وړاندې په کابل کې د طالبانو او علماوو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، څوک چې د طالبانو د حکومت مخالفت کوي سرونه یې باید پرې شي.
انصاري یو توندلاری دیني عالم وو چې وخت نا وخت یې اسلام ضد فتواوې هم ورکولې.
نوموړي په هم مهاله توګه د طالبانو د ځینو کړنو مخالفت هم کاوه خو د داعش ترهګرې ډلې سره یې مخالفت ژور وو،
مولوي په تېر تېر جمهوري نظام کې هم د جمهوریت له سر سختو مخالفینو څخه وو. تر ډېره بریده افغان حکومت داسې انګیرله چې ګواکې د ده په نیولو باندې وس نه رسېده، اوس هم طالبانو داسې اټکل کاوه چې مولوي انصاري ځواکمن وو او په اسانۍ یې ورته لاس نه شو اچوی.
مولوي انصاري باندې نن ساعت وړاندې په خپل مسجد کې پرلپسې دوه چاودنې وشوې.
Comments are closed.