The news is by your side.

قاري سعید خوستی په خپل کار سخت پښېمانه دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید ځینې وېډیو ګانې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې خوستی د یوې ښځې له خوا په بېلچه وهل کیږي او له کوره شړل کیږي. دې پېښې په خواله رسنیو کې بیخي غوغا جوړه کړې.

ویل کیږي سعید خوستي څو میاشتې وړاندې د کابل پوهنتون معالجوي طب پوهنځي الهه نومې زده کړیالې سره اجباري نکاح کړې او له هغې وروسته یې جنسي ځورولې او وهلې ټکولې ده.

الهه نومې نجلۍ په تازه خپرو کړو وېډیو ګانو کې ویلي چې خوستي پرې جنسي تېری کړی او وهلې ټکولې یې ده.

نوموړې وایي څو ځل یې له هېواد د وتلو هڅه وکړه خو په تورخم کې د کمیسارۍ له خوا بېرته راګرځول شوې.

بل خوا قاري سعید خوستي په ټوېټر د یادې قضیې په اړه وضاحت ورکړی او پښېماني یې ښودلې.

خوستي ویلي شپږ میاشتې وړاندې یې له الهې سره د هغې په غوښتنه نکاح کړې خو وروسته پوه شوم چې هغه عقیدوي مشکل لري، حتی اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی کاوه، ثبوت یې هم لرم، ما هڅه وکړه د نصیحت او بحث له لارې یې پوه کړم مګر پایله یې ور نه کړه.

خوستی وایي وهلې ټکولې مې نه ده فقط د خپل شرعمي صلاحیت نه مې استفاده وکړه، طلاقه مې کړه او لار مې بېله کړه.

خوستي په خپل دې کار ډېره پښېماني ښودلې او له ولس یې بخښنه غوښتې ده.

تر اوسه رسماً د طالبانو حکومت دې قضیې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په ټوېټر یې د خوستي د دې کار له امله ورته سپکې سپورې ویلي.

Comments are closed.