The news is by your side.

افغانستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام دویم راونډ ته ووت

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو لړ کې په خپله دویمه لوبه کې بنګله دېش ته د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه، لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې پیل شوه او د بنګله دېش لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره افغانستان ته 128 منډې هدف کېښود.

افغانستان ملي لوبډلې د یاد هدف په تعقیب درې لوبغاړي له لاسه ورکول او د نجیب الله ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ په چټکې توپ وهنې سره یې په 19م اوور کې هدف پوره کړ.

د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د اسیا جام دویم راونډ ته ووت. تمه شته چې د افغانستان ملي لوبډله به اسیا جام کې هند او پاکستان ته ماتې ورکولی شي.

افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې د اسیا جام او په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته هم په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

اسیا جام کې د افغان لوبډلې د ښو لوبو کولو له امله د کرېکټ نړیوالو شننونکو پام دې لوبډلې ته را اوښتی. د ډېرو په خبره چې افغان لوبډله د پخوا په پرتله ډېره پیاوړې شوې او کولی شي د اسیا جام قوي لوبډلو ته ماتې ورکړي.

Comments are closed.