The news is by your side.

طالبانو کندهار کې له شپږم کښته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې

د طالبانو د کندهار والي په یاد ولایت کې له شپږم کښته نجونې زده کوونکې هم ښوونځیو ته نه پرېږدي.

دغه زده کوونکې چې عمرونه یې ډېر دي یا یې قدونه لوړ دي طالبان یې د پېغلو په نوم ښوونځیو ته نه پرېږدي.

ویل کیږي دا چې په کندهار کې د ښځینه ښوونکو شمېر کم دی طالبان وایي پېغلې نجونې باید له نارینوو زده کړې ونه کړي او څو چې دا ستونزه حلیږي له شپږم کښته نجونې چې عمرونه یې ډېر یا قدونه یې لوړ دي ښوونځیو ته نه شي تللی.

طالبان د نجونو د ښوونځیو بندېدل کلتوري ستونزې بولي خو خلک وایي که نجونې زده کړې وکړي طالبان او جګړه مار نه زېږوي ځکه طالبان غواړي افغان نجونې نالوستې پاتې شي.

که څه هم طالبان د ښوونځیو بندول کلتوري اړخ بولي خو خلک غواړي لوڼې او خویندې یې زده کړې وکړي او د دوی د ښوونځیو بندېدلو اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت سره سم له شپږم پورته نجونو زده کوونکو باندې ښوونځي بند شوي او تر اوسه یې زده کړې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغانې نجونې بیا د ښوونځيو د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي خو طالبان بار بار بهانې کوي او تازه یې په کندهار کې له شپږم کښته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې.

Comments are closed.