fbpx

که وایم هم غم که نه وایم هم غم دی

لیکوال: تاج محمد تمکین

وایی کوم ځای کې غلا ډیره مروجه شوې وه، غلاګانې دومره زیاتې شوي چې د مال دولت سره سره د څاروو غلا کول هم پیل شوي وو، بالاخره یو چانه د ورخې غلا کیده او هغه غل پیژندلی وو چې غل د کلي د ملک ځوی وو او ډیر بداخلاقه، تفنګچه په لاس او له غصې تیز هم وو؛ د متاثره کور مالک نه به چې چا پوښتنه وکړه چې څنګه چل وو، تا خو شور هم کړای وو، ایا غل دې پیژندلای وو، هغه ورته ویلې وو یره وروره! که وایم هم غم جوړیږي، که نه وایم هم غم دی، دې نه ښه دا ده چې هغه پښتو متل باندې عمل وکړم چې

شیخ فریده! خوله دې پټه بهتري ده.

بس دا ها هو به کوو چې غله وتښتي نور یې نه ویشتلای شو او نه یې د غلا نه منع کولای شو.

پرمختیایی هیوادونو کې یا هم په پرمختیایي کې هم دریمه درجه هیوادونو ټولنو کې چرته چې لا ارزښتونه په سمه توګه ندي پیژندل شوي او د سواد کچه هم پکې ډیره کمه وي، ورسره ورسره دې اقتصادی ضعف هم پداسې حالت کې وي چې د پيسو درک نه لګیږي، نو هلته د ټولنې د افرادو ترمنځ ناندرئ، بغض او کینې هم زیاتې وي او اکثریت یې هر څه ته د پیسو په تول کې ګوري. زمونږ هیواد هم پداسې یو حالت کې قرار لري او اسلامي او ملي ارزښتونه پکې لا د خلکو لخوا سم ندي پیژندل شوی. نو ځکه په مخالفت او موافقت کې دومره مخکې یو بل سره خلک ځي چې هیڅ باندې هم صرفه نه کوي. په داسې ټولنو کې بیا نو ناندرئ مسلکي خلکو ته پاتې کیږي او که عام خلک د نظر څرګندونه وکړي او یا هم د خپل فکر ښکارندويي وکړي نو داسې بدو او تندو الفاظو سره مخامخ شي چې بیخي یې د څرګندونې نه زړه تور کړي.

په وروسته پاتې ټولنو کې که دې د چا په سوشیل میډیا صفت وکړو هم غم دی او د مخالف لوري د کنځلو او بدو سپکو سپورو سره مخامخ کیږي او که دې د چا مخالفت یا انتقادِسالم وکړو نو هم دې خیر نشته، نو په داسې وخت کې انسان حیران شي چې څه وکړو. که څوک درنه پوښتنه وکړي چې حالات څنګه دي ستا نظر څه دی، ڼو مجبور ورته ووایې چې یره وروره که وایم هم غم دی که نه وایم هم غم دی، همداسې پټه خوله ښه یو.

یو وخت کوم چا د خپل نزدې سیاسي ملګري غیبت د بل په مخ کې کړای وو، هغه هم په ټکه ورسپارلې وه او شاهد ته یې ویلې وو، ته خو ناست وې کنه، ،ووایه همداسې سپک یې ویلي وو کنه، هغه فکر وکړ بیا یې وویل چې مولا دې خمبیره کړه داسې حالت کې دې راګیر کړم چې یو خوا ته ډآنګ دی بل خوا پړانګ، که څه وایې هم غم ده او که نه وایې هم غم ده.

دریمه نړئ کې د حالاتو باره کې د نظر څرګندول اکثریت د انساني ځانونو د ضیاع باعث هم شي، که د چا د نظر مخالف دې نظر څرګند کړ نو ویره شته چې په سر دې هم څوک صرفه نه کوي او تر خپله وسه دې د زجر، سزا او همداشان ځورولو کوشش کوي.

دریمې نړئ ټولنه کې ژوند داسې دی  چې نه څوک د ډاره څوک څه ویلای شي، نه څوک په جرات سره پرته د پشتیبانې حرکت کولای شي، تل ویره موجوده وي که څه وایم هسې نه دنده لاړه شي، ووژل شم، وځورول شم او یا هم کورنئ ته مې زیان ونه رسیږي. په داسې حالت کې مجبورا خوله پټه وساتې ځکه د دریمې نړئ د ټولنې ژوند داسې وي چې انسان د انسان د ویرې د خپل ژوند د ساتنې او خوندیتوب په خاطر سپی څوکیدار ساتی خو په انسان باور نشي کولای ځکه دلته انسان انسان داړي او وژلو باندې یې صرفه نه کوي.

الله دې مونږ په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال کړو.