The news is by your side.

اسیا جام نن د افغانستان او سریلانکا په لومړۍ لوبه پیلیږي

د اسیا جام نن د دوبۍ د کرېکټ نړیوال سټډیوم کې د افغانستان او سریلانکا په لوبه پیلیږي.

افغان ملي لوبډله چې له لسو ورځو را په دې خوا دوبۍ کې په تمریناتو بوخته وه او د اسیا جام لپاره یې چمتووالی نی ه، نن ماښام شپږ نیمې بجې به د سریلانکا خلاف د لوبې لپارا میدان ته راوځي.

سږ کال د اسیا شل اوریز جام کې د افغانستان په ګډون، هند، بنګله دېش، پاکستان، سریلانکا او هانګ کانګ ملي لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي.

د اسیا شل اوریز جام ای ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ مخامخ کیږي او په بي ګروپ کې افغانستان، بنګله دژش او سریلانکا د یو بل پر وړاندې لوبیږي.

هره لوبډله به په خپل ګروپ کې دوه۔دوه لوبې کوي او دوه۔دوه لوبډلې به له هر ګروپ نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تېر اسیا جام سیالیو کې هم د خپل ګروپ دواړه ډلې په جدول کې لاندې کړې وې.

د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشري د محمد نبي عیسی خېل په غاړه ده او مرستیالي ورسره د نړۍ نامتو توپ اچوونکی راشد خان کوي.

Comments are closed.