طالبانو ته خبرداری؛ د فېسبوک حسابونه به یې وتړل شي
د میټا یا فېسبوک ادارې خبر ورکړی چې په فېسبوک کې به د طالبانو او د طالبانو اړوندو کسانو حسابونه یا اکونټونه وتړي.
میټا په یو نوي خبرداري کې ویلي چې دوی به ډېر ژر د طالبانو د نومونو، عکسونو، د طالبانو اړوندو خبر خپرونکو او ګواښ ورکونکو حسابونه به وتړي.
میټا همدارنګه د ترهګریزو اړوند یو شمېر حسابونه هم تړلي دي.
میټا څو میاشتې وړاندې هم د طالبانو اړوند د فېسبوک او اسټګرام یو شمېر حسابونه او پاڼې تړلې وې. چې طالبانو د میټا ادارې پر دې کار نیوکه کړې وه او دا یې د بیان ازادۍ خلاف بللی وو
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پیل سره په خواله رسنیو کې هم د طالبانو او د دوی د ملاتړو حسابونه او فعالیتونه زیات شوي دي.
دغه فعالان د طالبانو په ګټه او ملاتړ خپرونې کوي او ځینې وختونه هم خپل فکري مخالفین ګواښي.
د هېواد ځینو ولایتونو کې طالبان ځوانان د فېسبوک او ټوېټر په پوسټونو ښکنځي، ګواښي او وهي ان ځینې ځوانان د خپلو فېسبوک پوسټونو له کبله د طالبانو له لوري وژل شوي هم دي.
Comments are closed.