The news is by your side.

طالبانو د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون پرانیست

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د تخطۍ یا شکایتونو او سرغړونو کمېسیون پرون رسماً پرانیست.

د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون پرون لومړۍ غونډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغان رسنیو ټولې ستونزې او شکایتونه به د یاد کمېسیون له لار تعقیبږي اړ رسېدګي به ورته کیږي،رسنۍ او خبریالان هم کولی شي خپلې ستونزې او شکایتونه له کمېسیون سره شریک کړي.

د دغه کمېسیون تشکیل له اړونده دولتي چارواکو او رسنیزو بنسټونو له استازو شوی خو امکان لري تشکیل یې په راتلونکي کې بدلون ومومي.

د افغان رسنیو استازو او رسنوالو د یاد کمېسیون په جوړېدو خوښي ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د دوی اړوند استخباراتي ادارې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او نورې ادارې دې په رسنیزو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په حکومت کې رسنیو او خبریالانو ته د دوی له لوري ډېرې ستونزې جوړیږي او رسنیزو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د طالبانو له حکومت د یاد کمېسیون د جوړولو لپاره بار بار غوښتنې کړې وې.

د طالبانو په یو کلني حکومت کې افغان رسنۍ د تېرو شلو کلونو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او فعالیتونه یې کم رنګه شوي. افغانستان د راز اوس مهال په نړۍ کې د بیان ازادۍ له اړخه په ډېر ټیټ مقام کې هم راغلی.

Comments are closed.