طالبانو هلمند کې د کورونو تالاشۍ پر مهال په ښځو ډزې کړي او مرګ ژوبله یې اړولې

طالب وسله هلمند کې د کورونو تالاشۍ په درشل کې د لښکرګاه ښار ته څېرمه بست کلا اڅکزو کلي کې یو کور کې د تالاشۍ پر مهال په ښځو ډزې کړي.

د طااب وسله والو ډزو کې څلور مېرمنې شهیدانې شوي دي.

د هملند اوسېدونکي طالبانو هلمند کې د وسله پلټلو لپاره کور په کور تالاشي شروع کړې او پرته له ښځینه پولیسو د خلکو کورونو ته دننه کیږي.

طالبان پرته له اجازې او ښځینه همکارانو د خلکو کورونو ته ننوزي، د ښځو کالي او شخصي بکسونه پلټي چې ګواکې وسلې ترې پیدا کړي.

د طالبانو حکومت په وروستیو څو میاشتو کې کور په کور د وسلو د پلټلو لپاره تالاشي شروع کړې په زیات شمېر ولایتونو کې یې پلټنې وکړې او په هملند کې یې لا هم تالاشي روانه ده.

خلک شکایت کوي چې طالبان پرته د ښځینه همکارانو نه د خلکو په کورونو ننوزي او تالاشي کوي، د ښځو شخصي بکسونه او کالي پلټي.

د طالبانو دا کار د عامو خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ دی، تر اوسه د طالبانو حکومت په هلمند کې د شوې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More