د کابل ننۍ چاودنه کې ٢٥ مړه او له ٤٠ ډير ټپيان دي، خو طالبان کره شمېرې پټوي

نن د کابل ښار لسمې حوزې اړوند وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه د جمعې له لمانځه وروسته بمي چاودنه وشوه چې د طالبانو په ګډون لسګونه عامو وګړو مرګ ژوبله واړوله.

په یاده چاودنه کې ٢٥ مړه او له ٤٠ ډېر ټپیان دي، چې په کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي.

خو د طالبانو امنیتي مسؤولین رسنیو ته دقیق ارقام نه وایي، د طالبانو د کابل امنیي قومندانۍ ویاند هم چاودنه تاییدوي خو وایي قربانیان ټول ملکي وګړي دي. په ورته مهال بیا د کابل ایمرجنسي وایي چې په ننۍ چاودنه کې څلور کسان مړه شوي او لس نور ټپیان دي .

خو خبریال ډاټ کام ته سرچینو ویلي چې د چاودنې د قربانیانو شمېر له هغې ډېر دی کوم چې طالبان او ایمرجنسي روغتون یادوي.

طالبان تل د دا ډول چاودنو او پېښو دقیق ارقام پټوي او رسنیو سره هم پر وخت جزییات نه شکریکوي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټوېټر ننۍ چاودنه غندلې او پر جوماتونو او لمونځ کوونکو برید یې ستر جنایت بللی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو به د جمهوریت پر مهال په مهمو او له وګړو په ګڼو ځایونو او جوماتونو بریدونه او چاودنې کولې خو اوس د خپل حکومت پر مهال دا ډول چاودنې غندي او د اسلام او انسانیت خلاف یې بولي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More