طالبانو د هوانوردۍ پخوانی رییس محمود شاه حبیبي د الظواهري د مرګ په تور نیولی
د جمهوریت د مهال د هوانوردۍ پخوانی رییس محمود شاه حبیبي چې د طالبانو د تماس کمېسیون په غوښتنه وطن ته راستون شوی وو نیول شوی.
طالبانو محمود شاه حبیبي د ایمن الظواهري د مرګ په تور نیولی د ښاغلي حبیبي یو نژدې ملګري خبریال ډاټ کام ته ویلي چې طالبانو نوموړی شکنجه کړی هم دی.
طالبان په یو او بل نوم د پخواني حکومت کارمندان نیسي، شکنجه کوي یې او وژني یې پرته له هغو کسانو چې له دې ډلې او پاکستاني استخباراتو سره اړیکې لري.
محمود شاه حبیبي د ملکي هوایي چلند په اداري مدیریت او تخنیکي برخه کې زده کړې او تجربې لرلې او د جمهوریت پر مهال د ولسمشر اشرف غني له خوا د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د رییس په توګه د وزیر په رتمه ګومارل شوی وو.
هغه همدا راز د ۲۰۱۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۱۷ کال تر جون پورې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د عملیاتي معین په توګه دنده ترسره کړې ده.
د القاعده ترهګرې شبکې مشر ایمن الظوهري یوه نیمه میاشت وړاندې په کابل کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم هغه مهال په یو وېډیویي پیغام کې د دوی په هوایي برید کې د القاعده ترهګرې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر تایید کړ.
خو طالبان تر اوسه هم له دې خبرې انکار کوي چې الظواهري دې په کابل کې وژل شوی وي او لا هم وایي چې په دې اړه څېړنې کوي. او اوس یې د الظوهاري د وژلو په تړاو محمود شاه حبیبي نیولی دی.
طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې لرل ردوي خو په کابل کې د الظواهري له وژل کېدو وروسته داسې ښکاري چې یاده ډله لا هم له القاعده شبکې سره یو ده.
Comments are closed.