The news is by your side.

د پاکستان لومړی وزیر: افغانستان نه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه لرو

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، د نړیوالې ټولنې سره یو ځای دوی هم له افغانستان نه د ترهګرو د ګواښ په اړه اندېښنه لري. وایي، د نړۍ لویې ترهګرې ډلې لکه”داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د دازبکستان اسلامي جنبش او د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش” په افغانستان کې دي.

شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او بانکي سېسټم یې هم خراب دی نو نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان سره د څلور میلیارده ډالرو مرستې ته مثبته رایه ورکړي.

شهباز شریف د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه ه غوښتنه درلوده او ویلي یې دي چې د افغانستان کنګل شوې زېرمه دې زر تر ځایه ازاده شي څو په افغانستان کې اقتصادي بحران مهار شي او بانکي سېسټم یې روغ شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف داسې مهال له افغانستان نه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه شریکوي چې خپله په پاکستان هم ترهګرو ډلو ته د پناه ځایونو ورکونې او روزلو تور دی. په ځانګړې توګه یې د جمهوریت طالبانو ډله هم د بریدونو او جګړې لپاره هڅوله او ملاتړ یې کاوه.

که څه هم پاکستان له طالبانو سره ډېرې نزدې او مثبتې اړیکې لري خو په نړیوالو غونډو کې داسې څرګندوي چې طالبان په رسمیت نه پېژني او هم له دې ډلې وېره لري خو په ضمن کې له سیمه اییزو هېوادونو سره د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره لابي کوي.

Comments are closed.

koi finance